The news is by your side.

سګرېټ پر کورونا د اخته کېدو وېره ډېروي

خبریال وېب پاڼه/د کورونا په دې ترهېدلې نړۍ کې تازه د مکسیکو د عامې روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د سکرېټ څکوونکي له نورو عادي وګړو څخه ژر پر کورونا اخته کېدی شي.

دوی وایي هغه کسان چې په سګرېټ او ورته نشه لوګی لرونکې نشه روږدي وي، پر کویډاـ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو خظر یې د نورو وګړو په پرتله زیات دی. د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت مرستیال ښاغلي هوګو لویز ګاټل په خپلو څرګندونو کې وویل چې په دې هکله چې سګرېت څکوونکي او عادي وګړي څومره په کورونا ویروس اخته کېږي، ګڼ شواهد موجود دي او هغه د همدې ښودنه کوي چې په سکرېټ روږدي کسان د کورونا ویروس ته ژر تسلیمېږي او د قربانۍ تر سرحده یې رسوي.

ښاغلي ګاټل وویل چې سګرېټ د مسکیکو له پولو هخوا د نړۍ په ګوټ ګوت کې ډېر کسان څکوي او همدا لامل دی چې د دوی د بدن معافیتي سیستم د کورونا ویروس پر وړاندې دفاع نه شي کولی او ژر یې د ناروغۍ تر بیستره رسوي.

کورونا په ټوله نړۍ کې څه کم ۵ لکه کسان نیولي دي چې له ډلې یې تر ۲۱ زرو زیات کسان کسان وژلي دي. په دې ډله کې شاوخوا ۱۱۵ زره کسان بېرته په پښو درېدلي او د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې تر ۵۰ زرو زیات کسان تازه پرې اخته شوي دي.

دغه ویروس د چین په ووهان ښار کې را پیدا شو او تر دې دمه یې د نړۍ تر بل هر هېواد له ایټالیا څخه زیاته قرباني اخیستې ده. اوس مهال په اروپا او امریکا کې دغې ویروس پښې خښې کړې او د زرګونو وګړو ژوند یې اخیستی دی.

په افغانستان کې هم د ۸۴ مثبتو ثبت شویو پېښو نه دری کسان چې دوې په کې ښځې وې، وژل شوې او دوه نور کسان بېرته ورڅخه جوړ شوي دي. قربانیان له هرات او بلخ څخه دي او بېرته جوړ شوي دوه کسان یو له ډایکنډي او دویم هغه یې له هرات ولایت څخه دی.

د مکسیکو د عامې روغتیا وزارت وایي چې عادي یا هم الکترونیکي سګرېت دواړه پر کویډاـ۱۹ د ژر روږدي کېدو خطر زیاتوي. د معلوماتو له مخې په مکسیکو کې د کورونا ۷۰ تازه پېښې ثبت شوې دي چې حکومت او عام وګړي یې سخت اندېښمن کړي دي.

روغتیا پالان وایي چې هر ټومره د وجود معافیتي سیستم قوي وي، په هماغه کچه په کورونا ویروس د اخته کېدو شونتیا کموي ځکه وجود د کورونا پر وړاندې انتي بیوټیکي زرات تولیدوي. ویل کېږي د دې لپاره د ویټامین C لرونکو مېوو او خوراکي توکو مصرفول بدن ته ګټه رسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.