The news is by your side.

کرونا, ننګرهار کې یې د مخنیوي لپاره نوی اقدام

خبریال وېب پاڼه/ په ننګرهار ولایت کې د خوراکي توکو او روغتیايي مرکزونو پرته نور ټول د خوارکي توکو، روغتیايي سکتور او صرافۍ د حمل تر ۳۱مې نېټي پورې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه وتړل شوې.

د ننګرهار ولایتي اداره وایي، له کرونا ویروس د خوندیتابه او مخنیوي لپاره یې دغه پریکړه د ولس د ګټې لپاره کړې او تر یوې میاشتي به دوام وکړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، هغه هټۍ چې تړل کیږي د جایداد څښتن به ترې کرایه نه شي اخستی او که اړتیا شوه دغه محدودیت به نور هم وغزوي.

د حکومت په دغې پرېکړه په مسجدونو کې د حافظانو دستار بندي، په ودونو کې ساز او سرود، د خیرات او ودونو لپاره پر پراګرامونو هم بندیز لګېدلی او له خلکو غوښتنه کوي چې یادې لارښوونې عملي کړي.

ولایتي چارواکي وايي، دغه پرېکړه يې د ولس په ګټه کړې او له خلکو غوښتنه کوي چې پرته له ضرورته د له کورونو ونه وځي.

د ننګرهار ولایت یوشمېر اوسېدونکي د حکومت ددغې پرېکړې هر کلی کوي، خو غوښتنه کوي چې ولایتي اداره دې د لومړنیو خوارکي توکو بیې کنټرول کړي او زیاتوي چې د هغه خلکو په ګرځېدو دې هم بندیز ولګوي چې پرته له ضرورته له کورونو راوځي.

دوی وايي سره له دې چې یو شمېر بې وزله او غریب خلک اقتصادي زیان ویني، خو غوښته کوي، چې حکومت دې په ښار کې بیې هم کنټرول کړي.

دوی وايي، د دغه پرېکړې سره د هغه خلکو کاروبار هم بند شو، چې د ورځي يي یواځې همدومره پیسې پیدا کولې چي خپله شپه پرې سبا کړي.

د ننګرهار اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې حکومت او سوداګر دې د داسې بې وزله او غریبو خلکو سره مرستې پیل کړي.

په ورته وخت کې په کونړ او لغمان ولایتونو کې هم یوشمېر بې ضرورته هټۍ تړل شوي او هلته هم خلکو غوښتنه کړي چې مرستې دې ورسره وشي.

تر دامهال په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د کرونا ناروغۍ کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې، خو د مسؤولینو پر وینا، ځکه په دې ولایتونو کې هم بندیز لګیدلی، چې د ښې اب او هوا له امله د هېواد د یوشمېر ولایتونو خلک د سیل او سیاحت لپاره دلته راځي.

په ورته وخت، هرات ولایت کې هم په ګرځېدو باندې داسې مهال بندیز لګول کیږي چې وړاندې تر دې د عامې ورغتیا وزارت په دې ولایت کې د ویروس پراخوالي او همدارنګه د هېواد نورو ولایتونو یې د سرایت ته د مخنیوي لپاره د هرات ولایت قرنطين کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.