١٣٩٨ په غزني کې د طالبانو لپاره خونړی کال

خبریال وېب پاڼه/ په تېر ١٣٩٨ کال کې غزني ولایت کې طالبانو او دولت ترمنځ د نښتو په ترڅ کې ٢٣٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني سیمه ایز چارواکي وايي چې له څېړنو وروسته داسې ښکاري چې په تېر ١٣٩٨ کال کې له ٢٠٠٠ څخه زیات طالب وسله والو ته په دې ولایت کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې چارواکو په خبره، چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په ١٣٩٨ کال کې د دې ولایت درې ولسوالۍ د طالبانو څخه بېرته نیولي او همدارنګه په دې کال کې ٣٠٠ امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

١٣٩٨ په غزني کې د طالبانو لپاره نسبتاً خونړی کال و.

د غزني سیمه ایز چارواکي وايي چې په تېر کال کې له ٢٠٠٠ څخه زیات طالب اروپکو په غزني ولایت کې مرګ ژوبله لیدلې ده، هغه شمېرې چې په تېر لمریز کال کې د طالبانو لپاره د درنو تلفاتو ښکارندوی کوي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي په خبره امنیتي ځواکونه توانیدلي دي چې په ١٣٩٨ کال کې درې ولسوالۍ هم له طالبانو څخه بیرته ونیسي.

د غزني ولایت اوسیدونکي وايي چې د سولې ټینګښت لپاره هڅې روانې دي خو روان کال بیا هم د طالبانو له لوري له بریدونو اندیښنه لري.

طالبان د غزني ولایت اووه ولسوالۍ په کنترول کې لري او د دې ولایت مرکز ځینې څنډې هم د امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

غزني د هېواد په جنوب شرق کې پروت ولایت دی، چې نه یواځې د دې ولایت ولسوالۍ د درنو جګړو شاهدې دي بلکې طالبانو د دې ښار په څوڅنډو باندې هم بریدونه کړي.

په تېر کال کې طالبانو یو ځل د دې ولایت مرکز هم ونیوه او د یاد ولایت هغه سیمې چې د دولت ترولکې لاندې هم وې د څو ساعتونو لپاره نیولې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي، د مارچ میاشتي په لومړیو ۲۵ورځو کې نږدې ۱۰۰ملکیان په تاوتریخوالي کې وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې دې د جګړې ښکېلي غاړي د تاوتریخوالي کچه نوره هم ټیټه کړي.

په ورته وخت کې بیا یوناما ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کمېدل د اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کېدو سبب کیږي او ددې زمینه برابروي چې د کروناویروس پر ضد په ښه توګه مقابله وشي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د مارچ په میاشت کې د ملکي مرګ ژوبلې د عمده برخې مسؤولیت د افغانستان د حکومت ضد وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو او داعش په غاړه دی.

یوناما وروسته له هغې دا راپور ورکوي چې داعش وسله‌والو په کابل کې د سیکهانو په درمسال برید وکړ چې په پایله کې یې ۲۵تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د نړیوال اوربند غوښتنې سربېره په افغانستان کې د اوربند او دومداره سیاسي تفاهم لپاره د عملي ګامونو په پورته کولو ټینګار کړی دی.

انتونیو گوترش د کرونا ویروس د خپرېدو په دلیل په ټوله نړۍ کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

هغه په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې جنګونه سخت شوي او د دې وضعیت قربانیان ښځې، ماشومان، معلولین او بیځایه شوي خلک دي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy