ایران ته نږدې ولایت د کرونا له ګواښ سره مخ دی

خبریال وېب پاڼه/ نیمروز هغه ولایت چې له هرات وروسته د افغان کډوالو له راستنیدو سره لاس او ګریوان دی.

نیمروز هم له ایران سره پر ګډه پوله پروت ولایت دی.

تېره یوه میاشت کې ٥١ زره کډوال له ایرانه د نیمروز ولایت ته راغلي دي.

خو تراوسه په دغه ولایت کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، چې ناروغ کس هم له ایرانه راستون شوی و.

خو یوه اندېښنه دا ده چې هغه ډول روغتیايي تجهیزات چې باید په دغه ولایت کې شتون ولري تراوسه د عامې روغیتا وزارت نه دي چمتو کړي.

د نیمروز والي سید ولي سلطان وايي، هر ورځ په اوسط ډول تر څلورو زرو پوري کسان دغه ولایت ته راځي چې د دوی قرنطین کول ستونزمن کار دی.

والي زیاتوي، د دې ولایت روغتون یوازې د ٥٠٠ کسانو د قرنطین کېدو ظرفیت لري، چې موږ د دې توان نه لرو چې یاد شمېر کسان پنځلس ورځو لپاره قرنطین کړو.

نوموړي روغتياپالانو باندې ټينګار کړی، چې له ايران څخه راتلونکي ټول کسان دې په ډېر غور سره معاینه کړل شي.

د عامې روغتیا وزارت څو ورځې مخکې په نیمروز ولایت کې د کوید١٩ په نوم یو روغتون جوړوي،
چې یاد روغتون به راتلونکې اوونۍ کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

تېره ورځ هم په هرات ښار کې ګرځبنديز اعلان وشو، سيمه يېزو چارواکو ويلي، چې پرته له اړينو ځايونو نور ټول ځايونه بند شوې دي او خلک د تګ راتګ اجازه نلري.

دا کار په هرات ښار کې د کرونا ويروس د زيات خپرېدو د مخنېوي په موخه شوی.

که څه هم د هرات اوسېدونکو د حکومت د دې پرېکړي ملاتړ کړی، خو ويلي يې دي، چې دا کار هغه وخت ممکن دی چې حکومت د غريبو خلکو لاسنیوی وکړي.

د روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال ډاکتر فدا محمد پیکان خبريالانو ته ويلي دي، اوس هم کابل کې صالونونه او يو شمېر تالارونه د پېرېدونکو پر مخ خلاص دي. هغه وايي، امنيتي ځواکونه بايد صالونونه او د خلکو د ګڼې ګوڼي ځايونه په زوره وتړي.

د عامي روغتيا وزارت ويلي، چې تر دې مهاله پر کرونا ويروس څلور اتيا کسان اخته شوي او د همدې ويروس له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د کرونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې د مړو شو کسانو شمېر تر شل زره زيات شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله څلور ٤٥٠ زره کسان پر کرونا ويروس اخته دي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy