The news is by your side.

د طالبانو د (۵۰۰۰)‌زندانیانو مکمل لیست

خبریال ویب پاڼه / د طالبانو له لوري‌افغان حکومت او امریکا يي‌چارواکو ته د (۵۰۰۰)‌ طالب زندانیانو لیست چمتو کړی دی .‌دغه لیست چې د طالبانو د کوټي‌شورا له خوا خبریال ویب پاڼې ته استول شوی د هر زنداني ، بشپړ هویت ،‌د ولایت او کلي‌او هم داراز د زنداني‌کېدو محبس ښيي .‌د  طالبانو د زندانیانو مکمل لیست که څه هم تر اوسه دوی په رسمي ډول نه دی خپور کړی ؛ خو په طالب مشرانو کې په قطر کې مېشتو دوو د مذاکراتي‌ټیم غړو هم دغه لیست خبریال ډاټ کام ته تاید کړی دی .

افغان حکومت اعلان کړی وو چې د رواني‌مارچ میاشتي پر (۱۴) نېټه به د طالب زندانیانو د خوشي کولو بهیر پیل کړي‌، او هره ورځ به د سلو زندانیانو د خوشي‌ کولو لړۍ دوام ومومي .

طالبانو د خپلو زندانيانو په تړاو د ولسمشر غني هغه فرمان له امريکايانو سره د دوحې هوکړه ليک خلاف بللی وو. سهيل شاهين وايلي ووچې د قطر په لاسليک شوي تړون کې ويل شوي چې د افغانانو ترمنځ له خبرو اترو وړاندې به پنځه زره طالب زندانيان خوشي کېږي.

افغان ولسمشر په خپل  فرمان کې په پړاويز ډول د دغو طالب بنديانو د خوشي کولو امر کړی و. د دغه فرمان له مخې به افغان حکومت له ۱۴ مراچ  وروسته د ۱۵ سوه طالب بنديانو په خوشي کولو پيل کاوه. درې نيم زره نور به بيا د تاوتريخوالي کمېدو حال کې د ټول افغان خبرو له پيل سره خوشي کېدل خو دا پرېکړه وروسته بدله شوه .

طالبان دا شک هم کوي‌ چې ښايي ځیني زندانیان د ځینو حکومتي چارواکو له لوري‌ بدل کړل شي‌ ځکه دوی ویلي‌ دی چې د طا لبانو یو پلاوی به د زندانیانو د هویت پخلی کوياو بیا به طالبانو ته په یوه دښته کې ورسپارل کېږي : ښايي دا علت به وي‌ چې دوی دغه لیست حکومت ته سپارلی دی .‌

د لیست لپاره دا ځای کلیک کړئ‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.