ننګرهار کې په کورونا اخته کس د لغمان دی

خبریال وېب پاڼه/د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي چې په ننګر هار کې د کورونا ویروس د مثبتې پېښې قرباني د لغمان اوسېدونکی دی.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د حضرت بلال په نوم کس اصلاً د لغمان، علینګارو ولسوالۍ د چمچار پله ته نیږدې د بدیع آباد کلي اوسېدونکی دی. نوموړي د جلال آباد په هډې فارم کې د لمسي کور دی، څلور ورځې وړاندې چې ناروغ ؤ، د لمسي کور ته راغلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ننګرهار له روغتیا پالانو سره یې پته د هډې فارم کې د نوموړي د لمسي کور ښودل شوی ؤ. کله چې د دوی کور ته ورځي، هغوی ورته ویلي چې د ناروغۍ یوه شپه یې له دوی کره کړې ده او تر دې وړاندې د ناروغۍ شپې په خپل اصلي کور چې د لغمان په علینګار کې دی، کړې دي.

ښاغلی عطاء الله خوګیاڼی وایي چې د لغمان د روغتیا له ریاست سره یې اړیکه نیولې ده او تمه ده نن لغمان ته خپل روغتیایي ټیم ور واستوي او د دوی کورنۍ هم قرنطین کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار ۷ بجې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې په رسمي توګه د په کورونا باندې د اخته شوي کس مثبته پېښه ثبت کړه. نومړی پنځوس کلن دی او ۱۸ ورځې وړاندې له سعودي عربستان نه هېواد ته را ستون شوی ؤ. دا چې ناروغي یې له همغه ځایه ورسره راوړې ده او که دلته پرې اخته شوی دی، کره معلومات نشته.

له دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۹۶ ته ورسېدې. له دې ډلې دریو کسانو چې دوې په کې د ۴۵ او ۵۰ کلونو وې، خپل ژوند له هلاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د کورونا ویروس د زیاتېدو شونتیا ډېره ده او په وینا یې که د کابل په ګډون یو شمېر نور ښارونو کې مثبتې پېښې زیاتې شي، په یادو ټولو ښارونو کې به ګرځبندیز اعلان کړي. تر دې وړاندې له تېرو دریو ورځو را هیسې په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې په تګ راتګ بندیز لګېدلی دی. هرات د ټولو ولایتونو په پرتله د دغې وبا ناروغۍ تر سخت برید لاندې دی چې څه کم ۶۰ کسان پکې پر کویډاـ۱۹ اخته شوي او دوه کسان پکې مړه شوي هم دي.

په ټوله نړۍ کې تر نیم ملیون زیات کسان پر کورونا اخسته شوي دي چې په دې وروستیو کې ایټالیا او اسپانیا دې ویروس ته تر بل هر هېواد زیاته قرباني ورکړې ده. ویل کېږي په امریکا کې هم پر کورونا د اخته کسانو شمېر له چین څخه اوښتی دی.

افغانستان ته په لومړي ځل دغه ویروس له ایران څخه راغی چې په هرات کې یې مثبته پېښه ثبت شو. له تېرو دریو میاشتو را په دېخوا افغانستان ته له ایران نه له دوو لکو زیات افغانان را ستانه شوي دي چې دا د هېواد لپاره په یو ستر سرخوږي اوښتي دي.

د ننګرهار د والي ویاند وایي لغمان ته یې روغتیايي ټيم استولی او که د ناروغ بلال کورنۍ کې هم د ویروس نیښانې ولیدل شي، دوی به هم د لغمان پر روغتیايي مرکزونو کې قرنطین کړي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy