The news is by your side.

د سولې مذاکراتو ته ۲۱ کسیز پلاوی اعلان شو

خبریال وېب پاڼه/د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره شپه د معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.

ښاغلي سلام رحیمي په خپله خپله ټویټر پاڼه کاږلي چې یاد شوی پلاوی د ټولنې له ټولو اغېزناکو اړخونو او کسانو څخه جوړ شوی دی چې د له بشپړ غور او ګڼو سلا مشورو روسته ټاکل شوی دی. وړمه ورځ یو شمېر رسنیو د ۲۰ کسیز پلاوي نوملړ خپور کړ چې بیا وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا رد شو او ویې ویل چې په نیږدې راتلونکي کې به خپل کره لېست خپور کړي.

د سولې چارو وزارت لخوا په تازه خپور شوي نوملړ کې د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی مشر او فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیه سرابي، ډاکتر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت االه بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکتر امین الله احمدي د دغې ډلګۍ غړي دي.

تر دې وړاندې په خپاره شوي نوملړ کې په ښځینه و کې د انجنیر ذکیه وردګ نوم هم ؤ. د افغان کشالې د حل لپاره له تېرو څو کلونو را هیسې په کور د ننه، سیمه او نړۍ کې هڅې روانې دي، چې تېره میاشت په دوحه کې د امریکا او طالب مشرانو تر منځ لومړنۍ توافقنامه لاسلیک شوه. د دغې هوکړه لیک پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو استازو ګډون درلود. د هوکړه لیک یوه برخه د دولت د ۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې د طالب اورپکو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کول راغلي وو چې افغان ولسمشر هم په مشرط ډول دا شرط ومانه خو زیاته یې کړه چې طالبان به په خپل تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي.

د امریکا او وسلوالو طالبانو په هوکړه ې یو بنسټیز ټکی له افغان دولت سره د طالبانو مخامخ خبرې وې چې د دې موضوع پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتی او د کورونا ویروس خپرېدل ستر خنډ بلل شوي دي. طالب اورپکي ټینګار کوي چې لومړی دې د دوی ۵۰۰۰ بندیان خوشي شي بیا به دوی له دولت سره د خبرو مېز ته حاضرېږي. برعکس افغان حکومت بیا اندېښنه لري چې د طالب اورپکو خوشي کول د یوې بلې جګړې لپاره د زنګ خطر ه شي.

ښاغلي غني څو ځله ټینګار کړی دی چې د بندیانو خوشي کول د حکومت واک دی او پر طالبانو غږ کوي چې لومړی دې تاوتریخوالی کم کړي خو دوه ورځې وړاندې د دولت او طالب وسلوالو تر منځ په ویډیویي کانفرانس کې پرېکړه وشوه چې د روانې مارچ میاشتې په ۳۱ نېټه به د طالبانو لومړۍ جوپه بندیان خوشي کوي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر افغان حکومت نیوکه کړې وه چې له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په جوړولو کې پاتې راغلی دی خو ولسمشر غني بیا د یادې برخې ځند د کورونا پر وړاندې مبارزه کې د حکومت بوختیاوې ګڼي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.