The news is by your side.

کابل په لومړي ځل د طالب مشرانو کوربه دی

خبریال وېب پاڼه/په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین کابل ته د طالب ۱۵ کسیز پلاويی د راتګ پخلی کړی دی.

سهیل شاهین وویل چې دغه پلاوی به کابل ته یوازې د بندیانو د خوشي کولو پروسه کې له دولت سره خبرې وکړي او په وینا یې د بین الافغاني خبرو معنا په هېڅ صورت نه لري. یاد شوی ۱۵ کسیز ګروپ به د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته نن جمعه د روانې مارچ میاشتې په ۲۷ مه نېټه کابل ته راشي.

ویل کېږي دا پلاوی به بګرام ته ځي او د هغو بندیانو چې د مارچ په ۳۱ مه نېټه خوشي کېږي، تائیدي او تصدیق به یې کوي.

په ورته وخت کې د سولې چارو کې د دولت وزارت له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ چې په کې د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی یې مشر، فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیه سرابي، ډاکتر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت االه بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکتر امین الله احمدي د دغې ډلګۍ غړي دي.

د تېرې اونۍ په لړ کې دوه ځله د سولې په چارو کې د دولت او طالب مشرانو لخوا ویډیويي کانفرانس وشو چې د خبرو ټوله منځپانګه یې د بندیانو پر تبادله او خوشي کولو را څرخېدله.

له امریکا سره د سولې په چارو کې تر لومړني هوکړه لیک وروسته وسلوال طالبان د خپلو بندیانو پر خوشي کولو زیات ټینګار کوي. په همدې لړ کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم څو ځله پر افغان حکومت غږ وکړ چې د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو لړۍ دې پیل کړي. ټاکل شوې وه د طالبانو د بندیانو لومړۍ جوپه د روانې مارچ میاشتې په ۱۴ مه نېټه خوشي شوې وی خو د ملي امنیت شورا چې د دغې پروسې چارې ور سپارل شوې دي، وویل چې د طالب بندیانو د خوشي کولو د څرنګوالي پر پلان خبرې کوي.

دوه ورځې وړاندې د چهارشنبې په ورځ د امریکایي او سره صلیب د استازو په وړاندې افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د یوه ویډیویي کانفرانس له لارې پرېکړه وکړه چې د مارچ په ۳۱ مه نېټه به لومړۍ ډله طالبان چې شمېر به یې سلو ته رسېږي، له بند څخه خوشي کوي.

حکومت وویل چې دغه بندیان د حسن نیت او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د غوره اغېز په موخه خوشي کوي. تمه ده په نیږدې راتلونکي کې د حکومت او طالب وسلوالو تر منځ بی الافغاني مذاکرات پیل شي. دا به له دولت سره د نېغ پر نېغه خبرو کولو لومړنی بهیر وي.

افغانان له تېرو دوو لسیزو جګړو څخه ستړي دي او هیله مند دي چې یوې تلپاتې او عزتمندې سولې ته به ورسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.