The news is by your side.

دوستم يوازې د طالب سره جګړې ته اجازه غواړي

خبريال وېبپاڼه/ د‌ جنبش ګوند مشر جنرال دوستم چې اوس مارشال شوی دی وايي حکومت دې د طالبانو سره جګړې ته اجازه ورکړي چې دی یې په شپږو مياشتو کې له ټول هېواد څخه ورک کړي، که څه هم دوستم کلونه کلونه له طالبانو سره جګړه کړې خو په پای کې یې دی له هېواده ورک شوی دی.

دوستم او اجازه
جالبه ده دوستم د طالبانو سره د‌ جګړې لپاره اجازه غواړي خو په اېشچي باندې بيا لوی ظلم کوي چې مظلوم دی د هغه لپاره اجازه نه غواړي، دوستم که څه هم اوس د پښو لوېدلی خو ځینو خلکو ته یې خبرې اوس هم غښتلې ښکاري، هغه تل د طالبانو سره د مقابلې خبرې کوي او ډاډه وايي چې طالبان به له هېواده ورک کړي، خو څو ځل چې هغه په شمال کې د طالبانو په نوم عمليات کړي دي نو چېرته یې چې پښتون ګير کړی د طالب په نامه یې ټکولی دی، ان دده په عملیاتو کې يو ځل یوه جالبه پيښه هم وشوه، ده يو ځل د خپلو عملیاتو په ترڅ کې څو کسه ژوندي نيولي و چې ويل یې طالبان دي، د کامرې په وړاندې دوستم په ډېر کبر او تمسخر کې د یوه نيول شوي کس څخه پوښتنه کوله چې پښتون یې؟ هغه په ځواب کې ورته وویل نه ازبک استم.

د دوستم نازک اخطارونه
د دوستم دا خبرې او ګواښونه اوس نازک دي، داسې چې د مرګ په بستر پروت یو کس د زور نارې وهي، ددې ثبوت د دوستم له خبرو څخه هم کېدی شي، دوستم چې تېر ځل هم د همدې اجازو خبرې کولې نو ویل یې چې طالبان به دی ختم کړي خو امريکايي ځواکونه دې هم نه وزي، نو مارشال صيب چې طالبان ته داسې ختمولی شې بيا امريکايي ځواکونه څه کوې، خو دوستم په تحت شعور کې پوهېږي چې دی نن په افغان خاوره قدم ږدي ددې برکت هم امريکايي ځواکونه دي.

ټول عمر بې اجازې جنګېدلی د طالب لپاره اجازه غواړي
کېدی شي څوک شتون ونلري چې له دوستمه وپوښتي چې ته دومره د اجازو سړی وی نن به په هېواد کې دا حال نه و، ستا ملګري ستا د دورې قوتونه که د اجازې خلک وی نن به په هېواد کې دا حال نه و، هغه وخت چې د افغانستان د مشروع حکومت په وړاندې ښاغلي دوستم اجازه غوښتې وی دا حال به نه و.

د دوستم د اجازې غوښتنه د بې وسۍ غوښتنه ده، که ومنل هم شي دده پخواني عمليات معلوم دي چې تر یوې ولسوالۍ محدود وي او نيول شوي او وژل شوي خلک هم صرف د شمال بې ګناه پښتانه وي.

دوستم په داسې حال کې د طالبانو په وړاندې د اجازې غوښتنه کوي، چې تېر کال د جوزجان چېرته چې دده مېنه ده ډېری برخې دداعش په لاس کې وې، داسې چې د درزاب ولسوالۍ د داعش په مرکز بدل شوی و، خو ده ددې داعشیانو په وړاندې بې اجازې او با اجازې هېڅ هم ونکړل، ځکه دده پخوانی نېږدې کس حبيب الرحمن د همدې داعشیانو سرګروپ و.

په درزاب کې کيسه دا شوه چې وروسته طالبانو د درزاب ولسوالۍ له داعشیانو پاکه کړه او په سونو داعشيان ورته تسليم شول، خو داعشیانو په همغه وخت د امینتي ځواکونو څخه مرسته وغوښته او وروسته حکومت دا خبر خپور کړ چې دا داعشیان حکومت ته تسليم شوي دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.