The news is by your side.

د استرالیا پوځ د ۳۹ افغانانو د وژلو له امله بښنه وغوښته

 خبریال وېبپاڼه/ د اسټرالیا دفاع وزارت د هغو ۳۹ افغانانو د وژلو له امله بښنه وغوښته چې ځواکونو یې د افغان جګړې پر مهال بې قانونه وژلي دي.

د یاد هېواد دفاع وزارت افغان جګړه کې د خپلو ځواکونو د چلن په اړه څېړنې پیل کړې وې، چې پرون چهارشنبه یې خپلې موندنې خپرې کړې.

دې څېړنه کې ۷۵ پېښې ارزول شوې او هم له۳۰۰ ډېرو شاهدانو سره خبرې شوې دي.

دوی وايي، کره شواهد په لاس ورغلي، چې ۲۵ استرالیايي سرتېرو ۳۹ افغانان بې قانونه وژلي او له زغم پرته یې عمل کړی.

د دوی د موندنو له مخې، په وژل شویو افغانانو کې بندیان، بزګر او ملکي وګړي شامل دي.

د اسټرالیا دفاع وزارت لوی درستیز انګوس کمپبل وايي، ځواکونو یې د افغان جګړې پر مهال له زغم پرته عمل کړی او قانون یې په لاس کې اخیستی دی.

د هغه په خبره، د اسټرالیا د هوايي ځواک ۲۵ سرتېري د داسې کسانو وژلو کې ښکېل دي چې یو هم د جګړې ډګر کې ښکېل نه و.

د نوموړي په خبره، دغو پوځیانو قانون مات کړی دی او دا موندنې له پوځي چلن او مسلکي اصولو لویه سرغړونه ده او د ملکي وګړو بې قانونه وژل د منلو نه دي.

د اسټرالیا دفاع وزارت لوی درستیز د ۳۹ بې ګناه افغانانو په وژلو د خواشیني څرګندولو ترڅنګ د استرالیا پوځ په استازیتوب له افغانانو بښنه غوښتې ده.

هغه ویلي: ((د اسټرالیا د پوځ په استازیتوب له افغانانو د زړه له کومې او بې درېغه بښنه غواړم.))

نوموړی زیاته کړې، هغه پوځیان چې دا کار یې کړی او د دې سیستماتیکې وژنې مخنیوي کې پاتې راغلي قومندانان به ځواب وايي.

د اسټرالیا د لومړي وزیر غبرګون

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې د دې رپوټ د موندنو په تړاو خواشیني څرګنده کړې ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، مورېسن د دې موضوع هر اړخیز ارزولو او عدالت پلي کولو ډاډ یې ورکړ.

تېره اوونۍ مورېسن خبرداری ور کړ چې دا رپوټ به اسټرالیایانو ته سخت او بد خبرونه ولري او ممکن د محاکمو لامل شي.

هغه دا هم وویل، ځانګړي پلټونکی به وګوماري چې دې رپوټ کې راغلو موادو په مرسته د دې جنایتونو د عواملو قضايي تعقیب وارزوي.

اسټرالیا لا هم افغانستان کې څلور سوه سرتېري لري چې له امریکايي او نورو ځواکونو سره د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance