The news is by your side.

د ځمکې پرمخ خطرناک او زهر لروونکي مېږیان

خبریال ویبپاڼه/ د ځمکې پرمخ داسې میږیان هم سته چې  باور نه کوونکي قدرت لري او کولای سي چې په یوځل چیچلو باندې نورحیوانات له منځه یوسي د دې  مطلب تر پایه لوستلو به پوی سئ چې کوم میږیان ډیر خطرناک دي

دا میږیان اروپا کې پیداکیږی چې  ویلای سو دا د میږیان اروپايي نسل دی، او د انګلیسي شاتو مچیو سره تړاو لري، څیړنې ښيي چې دې میږیانو ۱۴۰ میلیونه کاله وړاندې د شاتو مچیو غوندي زوند درلود، چې اوس هم له دوی څخه ۱۲۵۰۰ ډولونه نړۍ کې  موجود دي  دوی ټولیز ژوند کوي چې پر یوه ځای يې شمېر ان تر یو میلیون پوری هم رسیدلی سي

دا میږیان کولای سي د خطرونو په وړاندې ځانونه خوندي کړي او کولای سي چې نور حیوانات خپل ځان ته د خطر پیښولو له امله ووژني

د خطرناکو میږنو ډولونه

۱-بولداک میږیان

د ګینس د ریګارډونو له مخې بولداګ میږیان د نړۍ تر ټولو خطرناک میږیان دي چې لومړی مقام يې ورکړی، میرمیشا، چې د بولداګ میږیانو په نوم مشهوره دي او د میږیانو له لوی نسله دي او ۹۳ ډوله لري دا میږیان په ټولیزه توګه په اسټرلیا کې زیات پیدا کیږي دغه میږیان ډیر لوی دي چې طول ان ۰،۴ سانتي مترو ته هم رسیږي

د بولداګ میږیان اوږدې، نری ژبې، لوی سترګې ، او زهر لرونکي نېښونه  لري دغه میږیان دلیدلو ښه حس لري او کولای سي چې متجاوز جنس له خپله ځانه لیري کړي

دا ډول میږیان اکثره د نس یا سر پر برخه نارنجي یا سره روښانه رنګونه لري، د دې میږیانو له لاسه له ۱۹۸۸ کال تراوسه ۳ نفره مړه کړي دي

۲-فشنګي میږیان

دغه میږیان د ګولۍ  په نوم هم مشهوره دي دوی د خپل خطرناک او تیز نېښ له امله په دې نوم مشهوره سوي دي، د دې میږي د خطرناکه نیښ په هکله ډير خطرناک حقایق موجود دي.

د دې میږی چیچل د رامنځ ته کیدلو وروسته د غوړیدو او سوځیدونکی درد څپې رامینځته کیږي چې د 24 ساعتونو لپاره پرته له مداخلت څخه دوام کوي.

د دې میږي د چیچلو ځینې نښې نښانې لکه د قرباني په سینه کې تاککارډیا ، بخار، لیمفاډینوپټي او تازه وینه شامله ده، چې له کس څخه روانه وي فشنګي میږیان له دریو تر څلورو سانتي مترو پوري وي وزرونه نلري په تور او سره رنګونو کې پیدا کیږي دا وحشي میږیان نه دي خو کیدلای سي د خپل ځان او کور څخه د دفاع په وخت کې خورا خطرناک سي  دغه ډول میږیان په ټوله امریکا او په ځانګړي ډول په ګرمو او مرطوبه هوا لرونکو سیمو کې پیدا کیږي

۳-پوځي میږیان

پوځي  یا اردو میږیان چې ځینې خلک ورته لوټماران وايي د خطرناکو میږیانو له ډلې څخه دریم مقام لري چې د انسانانو لپاره ډیر مضر تمامیږي دغه میږیان دایمي استوګنځای نلري د هغوی خوښیږي چې له یوه ځایه بل ځای ته مهاجرت وکړي او په خپلو خوراکي توکو پسې وګرځي دغه میږیان په یوازي سر کولای سي چې ښکار وکړي او د ځان لپاره خوراک برابر کړي

۴-سوځيدلي یا اتشي میږیان

اتشي میږیان د 200 څخه ډیر د نوعیانو نومونه دي چې د سولینوپیسس ژینس پورې تړاو لري دغه میږیان د تیره او تیز نېښ لرلو له امله په نړۍ کې خورا مشهوره دي دغه میږیان د ګرم اور، سرو میږیانو او ادرک میږیانو په نوم نومول سوي دي د دې میږیانو نېښ او چیچل ازار ورکوونکی دی سوځوونکی او د پوټکي خرابوونکی دی

د دې میږیانو چیچل سوی کس تر ۳۶ ساعته لاهم ښايي ناراحتي ولري او ښايي دا کس په یو شمېر ناروغي باندې هم مبتلا سي دغه میږیان کولای سي چې کوچني حیوانات او حشرات له منځه یوسي ځینې خلک ښايي وینې يې د دې میږي له زهرو سره حساسیت پیدا کړي او کچیري  درملنه ونکړي نو په راتلوونکي کې ښايي له ستونزو سره مخ سي

۵د فلوریډا هارویټر انټس میږیان

د های سټرو فلوریډا ډوله میږیان دانه ټولوونکي او کښت کوونکو میږیانو له ډلې څخه دي چې د جنوبي او شمالي امریکا په صحرايي سیمو کې پیداکیږي دغه میږیان حمله کوونکي  نه دي خو کچيري نېښ ولګوي نو دردناک تمامیږي، کچیري فلوریډا چیچل وکړي زهر يې د کانالونو په وسیله بدن ته ځي او درد يې تر ډیره وخته پاتیږي

۶-شنه د ونې  میږیان

شنه د ونې میږیان د اوبدلو په نوم هم پیژندل کیږي  چې په ګرمسیرو سیمو اسیا او اسټرلیا کې پیدا کیږی دغه میږیان په ونو کې ژوند کوي او د خپل وحشيتوب له مله زیات مشهوره هم دي دا میږیان د پاڼو په اوبدلو سره یوه ځنځیري کالوني جوړوي او پکښي ځای پرځای کیږي د دوی هر کالوني یا میشت ځای تر ۵۰۰۰۰۰ لکه میږیان غړي لري دغه میږیان نېښ نه غورځوي خو که خوله ولګوي ددرناکه درد لامل کیدلای سي

۷-پوني نومي میږیان

پوني میږیان د شنو میږیانو په نوم هم پيژندل کیږي چې  د ځمکې پرمخ یو له وحشتاک ترینو میږیانو څخه دي او دا هم په اسټرلیا کې پیدا کیږي د رنګ له اړخه میږیان  د فلزي لید  له امله له ارغواني رنګ څخه تر شنه پورې توپیر پیدا کوي یعني عجب رنګ يې  دی دغه شنه میږیان د ډیر قوي نېښ په درلودلو سره خورا دردناک تمامیدلای سي  دغه میږیان داسې  زهر لري چې په حساس خلکو کې د انفیلیکټیک شاک رامینځته کولو لپاره کافي کار کولای سي، دا میږیان ، انسانانو ته د خپل خطر سره سره  کولی سي د آفتونو کنټرول کې مرسته وکړي لکه د مټرو او چوغندر کرهنو برخه کې  ترڅو له کرندو څخه يې افتونه کنټرول کړي

۸- جیک جمپرمیږیان

جیګ جمپر میږیان د ټوپ وهوونکو میږیانو په نوم هم مشهوره دي زهر لرونکي دي او په اسټرلیا کې پیدا کیږی دغه میږیان ډیر غټ دي چې د ښځینه وو غټوالی یې ۱،۶۰ او د نرو دا يې ۱،۱۹ سانتي مترو ته رسیږي جیک جمپر میږیان کولای سي په یوه واټن ټوپ ووهي او د زهرو په پاشلو سره کولای سي خپل ښکار ووژني ددې میږیانو چیچل  ممکن په انسانانو کې د نرم محلي عکس العمل لامل سي او بدلون پکښي رامنځ ته کړي

ع،ع

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.