The news is by your side.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني خبرو په طرزالعمل توافق شوی

خبريال وېبپاڼه/ له دوحې څخه معتبره سرچينې وايي چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د بين الافغاني خبرو په طرزالعمل توافق شوی دی.

تر دوه مياشتو زيات وخت وشو چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي خو تراوسه د خبرو په طرزالعمل هم توافق نه و شوی، ددې ستونزې په وړاندې په وروستيو کې ځینې بهرنیو هېوادونو دا ګواښ وکړ چې که د سولې په خبرو کې ځنډ همداسې دوام وکړي نو دوی به د افغانستان سره خپلې مرستې نوې نه کړي، نن بيا ددوحې څخه معتبرو رسنیو دا راپور ورکړ چې د بین الافغاني خبرو په طرزالعمل باندې توافق شوی دی.

وروسته له هغه چې د امريکا د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو په وتلو باندې توافق وشو طالبانو هم په امريکايي ځواکونو خپل حملې ودرولې او په بدل کې یې امريکايي ځواکونو په طالبانو باندې پخپل عمليات بند کړل، د امريکا او طالبانو د توافق يو بنسټيز اصل او يا ماده چې وه هغه د افغان حکومت سره خبرې وې، طالبانو دا خبره ومنله او د افغانستان د حکومت د استازو سره يې خبرې پيل کړې.

د خبرو پيل د جګړې اور کم نکړ
که څه هم د طالبانو د استازو او افغان حکومت د استازو ترمنځ خبرو ته هیله ډېره زياته وه چې بلاخره به یو اوربند یا کم تر کمه اورکم رامنځته شي خو نه یوازې چې اوربند ونه شو بلکې اور کم هم ونشو او په افغانستان کې جګړې نور هم شدت وموند، د حکومت او طالبانو استازي د سولې د خبرو په لومړیو کې سره جوړ نشول.

اختلاف په څه و
د طالبانو د استازو او حکومت د استازو ترمنځ توافق په دې شوی و چې مخکې له دې چې دوی رسمي خبرې پيل کړي باید د خبرو په اصولو او طرزالعمل باندې سره توافق وکړي او داسې يو طرزالعمل جوړ کړي چې خبرې د هغه مطابق مخته ولاړې شي، خو دا خبره د مختلفو خنډونو سره مخ شوه، تر ټولو لوی خنډ دا و چې طالبانو غوښتل د افغانستان د‌ حکومت سره تړون د طالبانو او امريکا د تړون یوه برخه وي، خو د حکومت استازو بيا غوښتل چې يا يو نوې توافقنامه چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې څخه خپلواکه وي رامنځته شي او يا هم د بين الافغاني خبرو بنسټ هم د طالبانو او امريکا توافقنامه وي او هم د حکومت او ناټو ګډه اعلاميه.

طالبانو ددې سره ځکه مخالفت وکړ چې استدلال یې کاوه دوه بنسټونه چې یو د طالبانو او امريکا توافقنامه شي او بله د حکومت او ناټو ترمنځ اعلامیه په راتلونکي کې ستونزې جوړوي، طالبانو دا ویل چې ددوی ۵ زره بنديان هم د همدې توافقنامې په بنسټ خلاص شوي امريکايان هم د همدې توافقنامې په بنسټ له هېواد څخه ځي نو بايد همدا توافقنامه د خبرو اساس وي.

خو د حکومت استازو یې بيا په ځواب کې دا خبره کوله چې دوی د طالبانو پينځه زره زندانيان د ښه نیت له وجې خوشي کړل ترڅو بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شی او په هېواد کې روانه وينه تويونه پای ته ورسېږي.

اوس توافق شوی دی
اوس د دوحې څخه باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې د خبرو په طرزالعمل توافق شوی دی، په دې هکله تراوسه نه هم طالبانو رسمي اعلاميه خپره کړې او نه هم حکومت.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.