The news is by your side.

حکومت هلمند کې ۷۳۴ شنې خونې جوړوي؛ خو هلمندیان څلور فصله کوکنار کري

خبریال وېبپاڼه/ د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هلمند کې یې د ژمي په موسم کې د سبو دکرکېلي او تولید په پار پر یوشمېر بزګرانو د شنوخونو د جوړولو اړونده توکي، د سبو تخمونه او د کمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوی دی.

د یاد وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لړۍ کې د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون ددې ولایت په نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د ۷۳۴ شنوخونو د جوړولو په پار پر بزګرانو پلاستیکي تونلونه او د نورو اړینو توکو د وېش لړۍ له مرکز لښکرګاه څخه پیل شو.

خبرپاڼه زیاتوي، ددې پروسې له لارې هر بزګر ته د یو جریب ځمکې لپاره د سبو تخمونه، کیمیاوې سرې، پلاستیکونه او نور اړین توکي شامل دي.

د مسوولینو په خبره، ددغو شنوخونو د جوړولو موخه د ژمي په موسم د سبو تولید، د وارداتي سبو مخنیوي او د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

هلمند کې څلور فصله کوکنار

په داسې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا په هلمند کې د زراعتي تولیداتو د ساتنې په موخه د سلګونه سړو خونو د جوړېدو چاري پیل شوې، چې لا هم هلمندیان د یو فصل پر ځای څلور فصله کوکنار کري.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د سامينار دښتې يو تن کروندګر شاه محمود خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې په درې جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي دي.

هغه زیاته کړه، پخوا به یې کوکنار په مني کې کرل او پسرلي کې به یې ټولول چې د کال يې يو ځل حاصل ورکاوه، خو په وینا یې، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې اوس داسې تخمونه پيدا کړي چې د کال په څلورو فصلونو کې کرل کېږي او څلور ځلې حاصل ورکوي.

عزیز الله د کوکنارو د کرلو اساسی موخه ډېرې پیسې ترلاسه کول بولي او وايي، چې د غنمو او نورو کښتونو په نسبت له کوکنارو څو چنده زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

د هلمند امنیتي مسوولینو هم په دې ولایت کې د څلور فصله کوکنارو پر کرلو بیا بیا اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د امنیت وضعیت په خرابولي کې د کوکنارو کرل اساسي رول لري.

هلمند چې د کوکنارو د کښت په برخه کې د نړۍ په کچه شهرت لري، دا مهال د جګړو لمن د ښار تر څنډو پورې رسېدلې ده.

که څه هم حکومت ژمنه کړې، چې د هلمند په شمول د هېواد یو شمېر ولایتونو کې یې د کوکنارو د بدیل کښت زمینه برابره کړې، خو بیا هم په دې برخه کې ګڼې اندېښنې موجودې دي، چې له امله یې یو شمېر ولایتونه ناامنه او له دې لارې د کوکنارو د کښت زمینه برابره شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.