The news is by your side.

هلک پيدا شوی و، اوس مور شوه

خبريال وېبپاڼه/ ميکي چې اوس ۱۸ کاله عمر لري نړۍ ته د یوه نارينه په جوړښت سره راغله، مخکې له دې چې د هغه مور خپل ماشوم دنيا ته راوړي نو لومړینو معايناتو ښوودله چې نجلۍ ده، خو وروسته له دې چې د مور د اومېدوارۍ موده یې پای ته ورسېده او خپل ماشوم يې نړۍ ته راوړ نو وې ليدل چې ماشوم د نارينه و جنسي جوړښت لري، ددې کار سره البته د ميکي مور او ډاکټران ټول حيران شول.

ميکي د امريکا په بوسټون ښار کې ژوند کوي، د ميکي په وينا چې کله ماشوم و نو ځان یې پوره نارينه نه حس کاوه، دده په وينا کله چې کوچنی هم و د خپلې خاله او مور د ښکلا او سینګار شيان به يې را اخیستل او ځان به يې سينګار کاوه، ميکي وايي چې هېڅکله یې د نارينه غوندې د بلوغ دوره نده تېره کړې او ډېر وخت یې ځان د يوې ښځې په شان حس کاوه، ميکي پخپلو خبرو کې زياتوي چې د خپل بدن غړو ته يې پام و او د بدن غړي یې تر ډېره ښځو ته ورته وده کوله او په مخ یې هم د ږيرې کوم جدي اثر نه ښکارېده.

ډېرې بدې ورځې مې درلودې
ميکي وايي د نارينه و له ډلې شمېرل کېده، نو ډېر وخت به یې سروکار هم د هلکانو سره وه، خو توپير دا و چې څومره یې عمر زياتېده نور به هم د نارينه خواص ورڅخه کمېدل، له همدې کبله به يې ډېر وخت ملګرو ځوراوه، دی وايي ډېر وخت داسې شوي چې ملګرو به یې په ده ټوکې وهلې او ورباندې خندل به یې.

په حقيقت خبرېدل
ميکي وايي ۱۳ کاله عمر یې درلود چې په دې پوه شو چې دی همجنسګرا دی، ميکي په حقیقت د خبرېدو شېبې داسې بيان کړې؛ یوه ورځ تنشاب ته ولاړم او د متيازو کولو په وخت کې مې يو عجيب حس وکړ، له همدې عجيب حس سره په ځان مې شک وکړ چې هسې نه کومه ناروغي ونه لرم، له دې خاطره ولاړم ډاکټر ته او خپل دا شک ورسره شريک کړ، ډاکټر پریکړه وکړه چې زما د متيازو د لارو ځینې معاينات وکړي، کله یې دا معاينات وکړل نو ډاکټر راته داسې خبره وکړه چې فکر مې وکړ هسې چا کامره راته اېښې ده او ټوکې راسره وهي، ډاکټر راته وويل چې رحم لرې، تخمدان لرې، ډېری غړي دې د ښځينه و دي او ان که وغواړې نو حامله هم پاتې کېدی شې.

ميکي اوس حامله ده
ميکي وايي کله چې پوه شوه چې ددې ناروغي یوه ډېره کمه پېښېدونکې ناروغي ده، داسې چې بيروني ج سي غړي د نارينه و او نني بیا د ښځينه و دي نو د نارينه توب څخه یې هيله ختمه شوه، ځکه پلار کېدی نشوی، نو پرېکړه یې وکړه چې مور شي، مېرمنې ميکي اوس اومېدواره ده.

دا وايي چې له دې وروسته به خپل ژوند د خپل اولاد سره تېروي او د هغه لپاره به هرڅه کوي، ميکي پلان لري چې وروسته له دې چې ماشوم نړۍ ته راوړي عمليات به کوي او خپله روغتيا به تر هرڅه وړاندې تضمین کوي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.