The news is by your side.

جنوبي وزيرستان کې دوه پاکستاني پوځيان هلاک شوي بل سخت ټپي دی

خبریال وېبپاڼه/ په جنوبي وزيرستان کې دوه پاکستاني پوځيان په هلاکت رسېدلي دي، په پاکستان کې د وروستیو ناکراريو او د پوځ په وړاندې د بریدونو د زيات والي په جريان کې دا څووم ځل دی چې پاکستاني پوځیان د مخالفينو په بریدونو کې هلاک کېږي.

په پاکستان کې ددې حکومت په وړاندې مبارزه کوونکې ډلې تحريک طالبان پاکستان ويلي چې دا برید دوی کړی دی، تحريک طالبان پاکستان ويلي چې په نن ورځ کې یې په پاکستاني پوځ دا دوهم بريد و او ددې بریدونو په پايله کې دوی ټول درۍ پاکستاني پوځيان د هلاکت کندې ته غورځولي دي.

د پاکستان پوځ هم د خپلو سرتېرو هلاکت مني خو په‌ دومره توپير چې دوی د هلاک شويو پاکستاني پوځيانو شمېر دوه ښيي، د پاکستان پوځ پخپله یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ددوی په پوستونو بریدونه کړي دي او دوی هم ورباندې په ځواب کې ډزې کړې دي.

په سيمه کې حالت
راپورونه وايي چې په وزيرستان کې د پاکستان د پوځ په وړاندې مخالفت او حساسيت خپل اوج ته رسېدلی دی او په نښه کول یې زیات شوي دي، پاکستاني پوځ اوس بيا په دې سيمه کې پلټنه شروع کړې ده، په‌ دې سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پلټنه هم ډېر کله صرف د ملکي خلکو د ځورولو سبب کېږي او‌ خلک نور هم د پاکستان د حکومت څخه متنفر کېږي.

دا پیښه د افغانستان سره د فرضي پولې په نېږدې سيمه کې شوې ده، د پش زيارت ته نېږدې په دې پېښه کې د پاکستاني پوځ څخه بغير نورو خلکو ته زيان نه دی اوښتی.

په جنوبي وزیرستان کې دا ډول پېښې اوس ډېرې زياتې شوې دي، په دې سيمه کې سروې کوونکې سرچینې وايي چې په پاکستاني پوځ په حملو کې د تېر کال په نسبت ۴۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

پي ټي اېم هم د امن غوښتنه کړې وه
په جنوبي وزیرستان کې دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په دې سیمه کې یوه لویه غونډه رابللې وه او د حکومت څخه یې غوښتي و چې ددوی په سیمه کې د تاوتریخوالي مخه ونيسي او په لوی لاس دې دا سیمه بيا د شدت په مرکز باندې نه اړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance