The news is by your side.

کندهارښاریان: ښاروالۍ له پښتو ژبې سره توپیري چلند کوي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار يو شمېر اوسېدونکي پر ښاروالۍ نيوکه کوي چې د پښتو او دري رسمي ژبو ترمنځ يې مساوات په نظر کې نه دي نيولي.

دوی خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل، په اساسي قانون کې ښکاره ذکر شوي چې پښتو او دري دواړه ملي او رسمي ژبې دي، خو وايي ښاروالي له پښتو ژبې سره تعصب کوي او دوی ته د ښاري محصول کتابچې په دري ژبه ورکوي.

هغوی زیاتوي، کندهار چې تقريبا درې نیم میلیونه نفوس كې یې ۹۰ سلنه پښتانه دي، بیا هم د ښاروالۍ لخوا د محصول پارچې او اړوند نور رسمي مکتوبونه په دري ژبه لیکل او تکثیر کېږي.

کندهار ښاریان وايي، هیله یې درلوده، چې په کندهار کې به پښتو ژبې ته ډېرکار وشي، ځکه په وینا یې دا د احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه، چې د پښتون قوم سرداران بلل کېږي، ټاټوبی دی، خو د تمې خلاف يې د پښتو ژبې کمزورې کېدو هڅې روانې دي.

د کندهار یوه تن اوسېدونکي عبدالکریم هم خبریال وېبپاڼې ته وويل چې د ښاروالۍ د ښاري محصول د کتابچې ترڅنګ په اکثرو دولتي ادارو کې صادره او وارده مکتوبونه په دري ژبه ليکل کېږي چې دا په ښکاره له قانونه سرغړونه ده.

نوپه خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې د رسمي او ملي ژبو ترمنځ دې مساوات په نظر کې ونيسي.

هغه زياتوي: ((زموږ هدف دا دی چې په دولتي ادارو کې له دري ژبې سره پښتو ژبه هم يو شان وکارول شي، دا مهال په اکثرو اداراتو کې دري ليکل کېږي او پښتو نه ليکل کېږي. زموږ ښاریان له هیڅ ژبې سره تعصب نه کوي، بلکې هدف يې د خپلې مورنۍ ژبې پیاوړتیا ده.))

د کندهار ښار یوه بل اوسېدونکي حکمت الله بيا خپلو خبرو کې وويل چې دولتي ادارو کې د پښتو ژبې د کارولو لپاره اړينه ده چې د عامه پوهاوي پراخ تبليغاتي کمپاينونه په لار واچول شي.  .

هغه په دې برخه کې له ولایت مقام، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، ژب‌ژغورنې غورځنګ، ادیبانو، لیکوالانو او فرهنګیانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له پښتو ژبې سره د چارواکو چلند
سره له دې چې پښتو ژبه په مسلسل ډول د اساسي قانون پر بنسټ د هېواد ملي او لومړۍ درجه رسمي ژبه ګڼل شوې، خو دفتري امورو ته د ننه كولو لپاره يې حكومتي چارواكو هم د پام وړ چارې او عملي ګامونه سر ته نه دي رسولي.
په عمومي توګه پښتانه چارواكي يوازي په دې بريالي شوي چې په ملي سطحه د ځينو اړوندو حكومتي ادارو د سر لوحې او د كابل د ښار د واټونو نومونه او داسې نور لومړني كارونه په پښتو ژبه سر ته ورسوي، خو په حكومتي ادارو او دفترونو كې بيا پښتو نه ده کارول شوې.
د لنډ مهالې او منځمهالې ادارې په ټوله دوره كې له پښتو ژبې سره داسې چلند شوى چې حتى د يوې بهرنۍ ژبې په څير هم نه دي ورته كتل شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.