The news is by your side.

له تیرو تجربو زده کړه او نظام

 

خبریال ویب پاڼه:انسان تل له خپلو تیرو تجربو زده کړه کوي څو په راتلونکی کې بیا خپلې تیروتنې تکرار نکړې او وکولای شي خپلې موخې تر لاسه کړي. دغه اصل د نړۍ په ټولو ملتونو کې موندل کیږي خو د تیرو څلورو لسیزو تاریخ دا ثابتوي چې مونږه (افغانانو) له خپلو تیرو تجربو هیڅ نه دي زده.
په افغانستان کې اوسنی ناورین له څه باندې څلور لسیزو راهیسي دوام لري، زمونږ دوه نسله یې تباه کړي او دریم نسل د تباهي کندې ته د غورځیدو په درشل کې دی. په دې کې هیڅ شک نشته چې اوسنی ناورین بهرني اسباب لري خو وسیلې یې زمونږ خپل هیواد وال دي. پرونی مجاهد او ننی طالب دواړه د افغان له بدنې څخه پیدا دي او دواړو په خپل وار سره د دین د نوم په کارولو سره هیواد او ولس ته نه جبرانیدونکي زیانونه اړولي. پوښتنه را پورته کیږي چې ولې تل افغانان د دین په نامه وژل کیږي؟ د دغه سوال ځواب له ټول ولس سره شته خو له ویلو یې ویریږي او یا شرمیږي. دا حقیقت ټولو ته ښکاره ده چې نه پرونۍ ډلې (جهادي تنظیمونه) او نه هم ننۍ ډلې (طالبان او یا داعش) د اسلام لپاه جنګیده یا جنګیږي، د دوی راپورته کونکي او تمویلونکي پردي او د دغو ډلو اکثره رهبران او مشران په غلا، چور، قتل، د مخدره توکو په قاچاق، جنایې جرمونو او د بشر ضد جرمونو کې ښکیل کسان دي. د دوی لپاه ترټولو مهمه د دوی شخصې او کورنۍ ګټې دي او ددی خبری ثبوت د جهادي ډلو او طالب مشرانو له ودانیو، جایدادونو او په بهرنيو هیوادونو کې د دوی د اولادونو او کورنیو د ژوند او پانګونو څخه په ډاګه کیږي. د پروني مجاهدینو او نني طالبانو شعار یو دی او حتی د شعار لیکونکي او فتوا ورکونکي یې هم ټولو ته معلومه مرجع ده. د افسوس خبره داده چې د اوسني ناورین له پیله تر ننه زمونږ تقریبا دری نسله برباد شوي او لا بربادیږي، زمونږ د هیواد زیربناوي تخریب ، ملي شتمنۍ تالا شوی او دا هرڅه زمونږ د سترګو په وړاندي ترسره شول خو اوس هم د د غو ډلو په کاذبو ویناؤ باور کؤو.
ولې افغانان تل د کاذبو معلوماتو په وسیله ګمراه کیږي؟ اکثره افغانان دودیزه مسلمانان دي او د سواد د کچې د ټیټوالي له کبله د دین په هکله کره معلومات او مطالعه نلري بلکه یواځې هغه معلومات چې د غلطو تبلیغاتو په مرسته د دین په نامه تر دوی رسیږي، د دین معنا ورته لري. دوی اوس هم باور لري چې ملا د دین په هکله د معلوماتو یواځینۍ معتبره مرجع ده حال دا چې اکثره ملایان نه په دین پوهیږي، نه سواد لري او نه یې مسلکي دیني زده کړې کړي. طالبان ګمان کوي چې یواځی دوی د دین ټیکه داران دي او نور هیڅوک نشی کولای چې دینی مسایل تعریف او یا تشریح کړي او هرهغه څوګ چې د دوی دلیل وننګوي له مخې لری کیږي لکه څرنګه مو چې ولیدل چې په وروستیو کې د هیواد جید دیني عالمان په بی رحمې سره ووژل شوی (شهیدان شول)، د علم حاصلولو په مرکزونو (ښونځیو او پوهنتونو) حملې ترسره شوی او حتی سړکونه او پلونه یې هم ونړول.
په دی وروستیو کې د ټولنیزو رسنیزو پاڼو په مرسته ډیرو ته د پروني او نني جهاد څیره څرګنده شوي او نوی نسل چې تر یوه حده د ټولنیزو رسنیو له لارې معلوماتو ته لاسرسی لری او د یادو تنظیمونو او ډلو په حقیقت پوه شوی د پروني مجاهد او نني طالب په کاذبو شعارونو نه غولیږي. د اینټرنیټ او رسنیو له برکته اوس ډیري افغانان په دی ښه پوهیږي او باور لري چې نه پروني جهاد مذهبي جواز درلود او نه هم د طالبانو ننی جنګ مذهبي جواز لري. دا چې افغانان په ډاګه د دغو ډلو مخالفت نه کوی علت یې دادي چې دوی دودیزه مسلمانان دي او د کفر له ټاپې یا تور څخه ویریږي. افغانان د ټوپک مرمې ته غاړه ږدي خو د ارتداد او لادینۍ تور نشي زغملای.
د طالبانو جنګ هیڅ ډول مذهبي جواز نلری او په دې لړ کې د افغانستان د علماؤ د شورا ترڅنګ د نړي د مختلفو هیوادونو علماؤ فتواوې ورکړي چې په دغه ډله کې د مالیزیا، اندونیزیا، هندوستان، مصر، سعوی عربستان، ترکیه او حتی د پاکستان ځینې علما شامل دي. پرون جهادي تنظیمونو د اسلام په نامه د افغان د هیواد نظام ړنګ کړ او نن هماغه دنده طالبانو په غاړه اخیستې ده.
په یو هیواد کې د نظام جوړول او بیا د هغه نظام پیاوړي کول وخت، پانګونې او ملي ارادي ته اړتیا لري. افغانستان په تیرو دوه لسیزو کې د نظام د جوړولو لپاره لمړني ګامونه پورته کړي چې ډیر حساب پري کیدلای شي او له لاسه ورکول به یې یوه ستره ضایعه وي. د دغه نظام د رامنځ ته کولو په موخه له مالي پانګونې سره سره زرهاؤ په هیواد مینو افغانانو خپل سرونه وښیندل.
افغانانو هرځل د اسلام د تجارانو په وینا له نظام سره جفا کړي چې په نتیجه کې دوی له تباهي او بربادي پرته بل هیڅ نه دي حاصل کړي او علت یې واضح ده هغه دا چې د نظام له ملاتړه بې برخي ؤ. نظام د قوانینو په رڼا کې عمل کوی او کچیری اوسني نظام تقویه او ملاتړ یې وشي نو په مکمل یقین سره ویلای شم چې په صحیح لور به مو قدم پورته کړی وي او د راتلونکو نسلونو لپاره به مو د سوکاله ژوند زمینه برابره کړي وي. په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان حکومت زیاتې ستونزې لري خو د هغه سره سره د هر افغان د ځان او مال د ساتنی پابند دي.
دا هم یو حقیقت دی چې د افغانستان ګاونډي هیوادو په افغانستان کې د جنګ اور بل ساتلی، دوی د جګړې لپاره د وسلو او مرستو ترڅنګ ورانکارو ته روزنیز کمپونه او پټنځایونه برابر کړي چې دا لړۍ له پاکستان او ایرانه پیل تر مرکزي آسیا او چین پوري دوام مومي.
زمونږ د هیواد حاکم نظام جمهوري (ولسواکي) ده، دلته هیڅ ولسمشر او یا حکومت د تل لپاره په واک کې نه وي بلکه د هرحکومت او ولسمشر دوره معلومه ده، هرهغه سیاسي حرکت چې د راتلونکی لپاره راڼه پلانونه لري نو د ټاکنو انتظار د وکړي او د ولس د رایو په مرسته د حکومت جوړ کړي. طالبان یو سیاسي حرکت نه بلکه د جنګي ډلو مجموعه ده چې هدف یې نا معلومه ده. که دوی وغواړي چې واک ترلاسه کړي لاره یې ډیره اسانه او لنډه ده او هغه په سیاسي بهیر کې ګډون او د ټاکنو له لوري په مشروع ډول د واک ترلاسه کول دي.
اوس وخت رارسیدلی څو له خپلو تیرو تجربو زده کړه وکړو او خپلې تیروتنې اصلاح کړو. دا یو طلایې فرصت دی چې اعظمي ګټه باید تری پورته کړو. د سولې پروسه د افغان ولس لپاره ده، ځکه چې د جګړی مستقیم، غیر مستقیم او معکوس ضرر یواځې او یواځې افغان ولس ته متوجه ده. راځې چې سوله وکړو څو خپل ولس، هیواد او دین له نور ضرره وژغورو. طالبان هم د دغه هیواد بچیان دي، د دوی د ټپونو مرهم سوله ده. والصلح خیر!

که ما ویل چې زه یم او تا ویل چې زه یم، نه به ته یې نه به زه یم
که ما ویل چې ته یې او تا ویل چې ته یې، هم به ته یې هم به زه یم

لیکوال: جاوید ستانکزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.