The news is by your side.

امریکا پر ایران نور بندیزونه لګوي

خبریال ویبپاڼه/ د ایران او امریکا ترمنځ لاهم د خرابو اړیکو لړۍ دوام لري او تازه ویل سوي چې امریکا پر دې هېواد تازه بندیزونه لګوي او امریکا په دې هکله خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اسرائیلو لومړي  وزیر بنیامین نتانیا هو سره په تازه لیدنه کې له ایران سره پر روانه مبارزه خبرې کړې او مهم مسایل یې څیړلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي له نتانیاهو سره یې په سیمه کې د ایران پر ترهګریزو کړنو ږغیدلی او اسرائیل يې ښه ملګري دي د نوموړي په وینا د ټرمپ په دوره کې اسرائیل د تروریزم سره او د ایران د تخریبي فعالیتونو له امله دا هېواد له امریکا سره اوږه پر اوږه ولاړ دی او خپلې دې  ملګري ته به لا دوام ورکوي هغه خبر ورکړی چې امریکا به پر ایران تازه بندیزونه ولګوي ترڅو ایران له اټومي وسلو جوړولو اوترهګریزو فعالیتونو را وګرځي

د ایران او امریکا ترمنځ له ډیرو کلونو را په دې خوا اړیکي خرابي دي او کله کله د دې احتمال زیات سي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونه سي

که سلاکاران نه وايي ټرمپ د ایران پر تاسیساتو بریدونه کول

د نیویارک ټایمز په ګډون یو شمېر امریکايي رسنیو راپورونه ورکړی چې ټرمپ پر ایران د برید امکان ارزولی خو دا برید نه دی ترسره سوی ټرمپ د خپلو لوړ پوړو سلاکارانو سره یوځای د ایران پر اټومي تاسیساتو باندې د برید امکان ارزولی او په دې اړوند یې خبرې کړې دي

د امریکا دفاع وزارت کې د ټرمپ ملاتړو لا د هغه د واکمنۍ په وروستیو کې د داسې خطرناکو اقداماتوسره مخالفت ښودلی  او ویلي يې دي چې باید امریکا له داسې پریکړو په شا سي ځکه ښايي دا کړنه په سیمه کې د یوې نوې خونړۍ جګړې پیلامه سي

تراوسه مالومه نه ده چې ټرمپ ولې په داسې سردرد موضوعاتو باندې کار کوي د هغه د واکمنۍ یوازي دوه میاشتي پاتي دي خو نوموړی داسې پریکړي کوي چې حل ته يې د کلونو غوندي وخت اړتیا ده نوبیا ولې راتلوونکي دولت سردرد جوړوي؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.