افغانستان ته د عمران خان پر سفر غبرګونونه

خبریال ویبپاڼه/ د پاکستان په کور دننه کې هم داسې سیاستوال سته چې د افغانستان په مقابل کې د پاکستان له کړنو خوښ نه دي او داسې کړنې تل نقد کوي

تازه د پښتونخوا مشهور سیاستوال او د دې هېواد سنا مخکني غړې افراسیاب خټک په خپلو خبرو کې ویلي عمرانخان دي لومړی په پاکستان کې ترهګر له منځه یو سي او بیا دي کابل ته ولاړ سي

هغه ویلي په پاکستان کې د ترهګرو دا مرکزونه په پاکستان او افغانستان دواړو کې د ناوړه پیښو او ناورین لامل سوي دي خو تراوسه یې پاکستان په وړاندې هیڅ اقدام نه دی کړی

نوموړي زیاته کړې  افغانستان ته د عمران خان تر سفر مخکې باید پاکستان لومړی په خپله خاوره کې  د ترهګرو مرکزونه بند کړي وای، بیا یې د سولې پیغام له ځان سره کابل ته وړی وای.

نن د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راغلی چې یو شمېر نور غبرګونونه يې هم له ځان سره درلودل د ښاغلي افراسیاب د څرګندونو سره سره په کور دننه افغانستان کې هم ډیرو خلکو د عمرانخان راتګ ته غبرګونونه ښودلي او د هغه راتګ يې ښه نه دی بللی

د افغانستان په خوست ولایت کې هم د عمران خان د راتګ پر ضد لاریون سوی او خلکو ویلي چې پاکستان یو ترهګریز هېواد دی او له ملګرو ملتونو يې غوښتي چې دا تروریست هېواد دي د ترهګرو په تورلیست کې شامل کړي

پاکستان په کور دننه او بهر د یو تروریستپال او دهشتګر هېواد په توګه پیژندل کیږي په پاکستان کې میشت پښتانه او بلوڅ وګړي د پاکستان دولت له ظلم څخه په تنګ راغلي  او ان هغوی یې وسلوالې مبارزې ته مجبوره کړي دي دا هېواد لاهم خپلو ناسموکړنو ته په دوام اوس هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې يې دې ډلو ته پنا ځایونه ورکړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More