The news is by your side.

مشهوره هالنډۍ سوک وهونکې مسلمانه شوه

خبريال وېبپاڼه/ د هالنډ هېواد مشهورې سوک وهونکې يا بوکسرې د اسلام مبارک دین ومانه او مسلمانه شوه، مېرمن روبي وروسته د ګڼو څېړنو او تعليم اخيستلو څخه د اسلام دين منلی دی.

د اسلام مبارک دين يو له هغه دينونو څخه دی چې په هکله يې ټولې سروې ګانې د پرمختګ خبر ورکوي، ګڼې څېړنې او سروې ګانې ښيي چې تر ۲۰۵۰ م کال پورې به د مسلمانانو شمېر په نړۍ کې تر عيسويانو واوړي، د اسلام مبارک دين په داسې حال کې د پرمختګ او زياتو کسانو ته د رسېدو په حال کې دی چې د سختو ناوړه تبليغاتو سره هم مخ دی.

يوه تحقيقي مسلمانه
هالنډۍ سوک وهونکې پخپلو خبرو کې ويلي دي چې دې يو ناڅاپه د کوم تصادف له مخې اسلام نه دی منلی بلکې د اسلام په هکله يې ګڼې او پراخه څېړنې کړې دي، اسلام یې تللی دی او بيا یې دا د خپل ځان لپاره د ترټولو غوره قانون او دین په ډول منلی دی.

د مسلمانانو په سپیڅلي کتاب قران کريم کې تل دې ته اشاره کېږي چې خلک دې قرآن پاک ولولي، ښه يې دې وتلي، په قرآن کريم کې دا هم ويل شوي چې خلک دې همدا قرآن ولولي، د ځمکې او اسمانونو په خلقت کې دې فکر وکړي، په دنيا کې دې تاراتاو شي، ودې ګوري چې د پاک سبحان په خلقت کې کوم کمۍ شتون لري او که نه.

قرآن کريم داسې يو مسلمان ته ډېر زيات ارزښت ورکوي چې تحقیق وکړي او بيا مسلمان شي، اسلام ته تل همداسې کسان ډېر ژمن پاتې شوي دي چې تحقيق یې کړی وي او مسلمان شوي وي، قرآن د ځمکې او اسمانونو خلقت ته اشاره کوي، په چګتال کې د موجود نظم او قانون په هکله خبرې کوي او انسان ته وايي چې ددې منظم او با حکمته خلقت يو خالق شته دی.

الحمدالله ډېره خوشحاله یم
اوس چې د مسلمانانو صف ته یو بل کس هم اضافه شو هغه هم داسې کس چې په تحقيقي ډول مسلمان شوی د نړۍ په لر او بر کې مسلمانان خوشحاله دي، خو لېډي روبي هم همدا ډول خوشحاله ده، دې د خپلې خوشحالۍ او احساساتو په هکله ويلي چې الحمدالله ډېره زياته خوشحاله يم.

د نړۍ په سراسر کې په ټولنيزو رسنيو کې مسلمانانو د مېرمنې روبي مسلمان کېدو ته غبرګون ښودلی دی، مسلمانانو هغه ته د اسلام مبارک دين ته ښه راغلاست ويلي دي او د الله تعالی څخه یې ورته دا دعا او هیله کړې چې په دنيا او اخرت کې بريالۍ او د شرف خاونده مېرمن شي.

د مشهورو وګړو اسلام منل بيا د اسلام د چټک خپرېدو ته ډېره ګټه لري، هغه کسان چې د نړۍ او هېواد په سطحه شهرت لري او خلک یې پېژني نو مسلمان کېدل یې په ټول هېواد او حتی نړۍ کې خبر کېږي، دا ددې سبب کېږي چې نور خلک په ځانګړي ډول چې دداسې کسانو علاقه مندان وي د اسلام په هکله فکر وکړي، تحقيق پيل کړي او کوم اسلامي کتاب ولولي‌ او بلاخره مسلمان شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance