ولې خوستوالو د پاکستان پرضد لاريون وکړ؟

خبريال وېب پاڼه/ پاکستان يو ترهګريز هېواد دى او سیمه کې ترهګرۍ ته لمن وهي.

خوستيان له ملګرو ملتونو غواړي چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په تورليست کې شامل کړي او بنديزونه پري ولګوي.

لاریون والو همدا راز هېواد کې يې د روانو حالاتو اصلي لامل پاکستان وګاڼه.

لاريونوالو چې شمير يې سلګونه تنو ته رسېده د پښتنو او
بلوچانو پر وړاندې د پاکستان ظالمانه چلند هم وغانده.

پاکستان د افغانستان د يو له هغو ګاونډيو هيوادونو څخه دى
چې تل يې افغانستان کې د ورانکارو فعالیتونو ملاتړ کړى او هېواد وال د روانو حالاتو اصلي لامل پاکستان بولي.

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د هند پر ضد او د خپلو اهدافو لپاره له ترهګريزو ډلو ملاتړ کوي، هېواد وال وايي چې د حقاني شبکې وسله والو طالبانو او داعش ډلې اصلي او مالي ملاتړى پاکستان دى.

اوس پوښتنه دلته پيدا کيږي چې ولې پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ورانکارو فعالیتونو ملاتړ کوي؟

پاکستان غواړي د خپلو مليشو د خوندیتوب او په سيمه کې د قدرت لاسته راوړنې يا هم د تل پاتې قدرت لپاره غواړي چې افغانستان کې حالات همداسې دوام ولري.

پاکستان په دى باور لري چې يوه ورځ به طالبان په افغانستان کې سياسي قدرت لاسته راوړي او دوی به سيمه کې نور هم قدرت لاسته راوړي، د پاکستان په سياست کې طالبان د پاکستان لپاره يو له مهمو ډلو څخه شمېرل کيږي، که څه هم څو ځله پاکستان د تروریستي ډلو د ملاتړ څخه انکار کړی مګر تروریستي ډلې د پاکستان توليد دی چې ټول افغانان او نړيوال په دې خبره يقين او باور لري.

له بله پلوه پاکستان په دې پوهيږي چې هند د افغانستان يو له لويو ملاتړو هېوادونو څخه دی او که چېرې هند په افغانستان کې رول پيدا کړي نو ياد هيواد به له ستونزو او کړاونو سره لاس او ګريوان شي.

په 2017 ميلادي کال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هند د پاکستان لپاره د مار د زهرو په ډول وګڼو او د هندوستان څخه يې افغانستان کې د زياتو فعاليتونو غوښتنه کړې وه.

نو ځکه پاکستان افغانستان کې تاوتریخوالي او ترهګريزو فعالیتونو ملاتړ کوي او نه غواړي چې هند په افغانستان کې نفوس پيداکړي او د افغانستان خاوره د دوى پر ضد وکاروي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More