The news is by your side.

خوستيانو مکار پنجاب ښه پېژندلی

خبريال وېبپاڼه/ نن په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته راغلی و په خوست ولايت کې ګڼو افغانانو د پاکستان په ضد لاریون وکړ، لاریون کوونکو د پاکستان صدراعظم عمران خان ته افغانستان ته ښه راغلاست ونه ويل او په دې ځمکه يې هغه د پل اېښودو حق ته نه وويل.

خوستيانو مکار دښمن پېژندلی
د خوست خلک په افغانستان کې يو له بيدارو خلکو څخه دي، د عامو خلکو په خبره د افغانستان دښمنانانو ته تل په ډانګ پيلې خبره کوي، او همدا ډول د دښمن په وړاندې يوازې د خبرې خلک نه دي بلکې د عمل خلک هم دي، دا اوس اوس چې د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته راغلی دی ځينې ناپوهانو چې شمېر یې کم دی ورته د ډيپلوماتيکو اصولو په بهانه ښه راغلاست ويلي او د پاکستان بيرغونه یې د کابل په سړکونو ځوړند کړي دي، د افغانستان د سراسر څخه خلکو پدې کار نيوکه وکړه.

د خوست خلک بیا تر نيوکې محدود پاتې نشول، بلکې لارو کوڅو ته راووتل د پاکستان خلاف یې غږ اوچت کړ، په ښکاره یې وویل چې د پاکستان مکر اوس زوړ دی، نور به د پاکستان مکارتوب کومه پايله ونلري او ددې شریر ګاونډي په وړاندې به نور د زغم څخه کار وانخلي.

خوستیانو پاکستان د وینو تږی وباله
په خوست کې په روان لاریون کې خلکو پاکستان د وینو تږی وباله، خلکو پخپلو شعارونو کې ویل چې پاکستان د افغانانو په وينه نه مړېږي، پاکستان د افغانستان د نني بد حالت، د لسيزو د‌ جګړو او د وینې تويونې سبب دی، خوستیانو په ښکاره دې ته اشاره کوله چې د پاکستان څخه د سولې او ښه نيت هيله عبث ده، پاکستان تل د سولې او ورورولۍ وعدې کوي خو په افغانستان کې همغسې د وينو ويالې روانې وي او دي.

د هر دښمن خوندي ځاله پاکستان
پاکستان له بده مرغه څنګه چې دعوه یې کېږي د اسلام په موخه نه دی جوړ شوی بلکې له هغه ورځې چې جوړ دی د مسلمان په غاړه یې چاړه ایښې ده، له هغه ورځې چې پاکستان جوړ شوی دی د افغانستان هر ذليل دښمن د افغانستان د پوځ له وېرې خپله د ارام ساه په پاکستان کې اخلي، چې دښمن شي نو مخه يې پاکستان ته شي او ولاړ شي، هلته ځانته ارام ځای پیدا کړي، که ټپي وي روغ شی تداوي یې وشي، هلته د ځان لپاره مشروعيت لټوي د هغه ځايه د افغانستان د حکومت په ضد تبليغ کوي او بلاخره د همغه ځايه د وسلو سره راځي او دلته بې ګناه افغانان په وینو سره کوي.

قهریدلي خوستيان
په خوست کې خلک دا مهال تر بل هر وخت پاکستان ته زيات قهریدلي دي، دوی وايي په پښتنو د پاکستان ظلم نور د زغملو نه دی، که د لر دی که د بر هر پښتون د پنجاب د وحشت خوند څکلی دی، خوست يان وايي‌ د سوک ځواب بايد سوک ورکړو که نه پاکستان په بل ډول خپله اراده نه بدلوي.
خوست يو له هغه ولايتونو څخه دی چې زرګونه پښتانه چې وزيرستان اصلي اوسېدونکي دي پکې دېره دي، دغه پښتانه د خپلو کورونو څخه په زور شړل شوي، د پاکستان پوځ دا خلک په وزيرستان کې د پاڼ او پړانګ ترمنځ پرېښي او مجبور کړي یې دي چې خپل کور کلۍ پرېږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.