بېړنی خبر؛ کندهار ښار کې مرګونې چادونه شوې

خبریال وېبپاڼه/ په کندهار ښار کې يوه مرګونې چاودنې شوې چې د ځان سره انساني تلفات هم لري، د کندهار ښار د دريمې حوزې په مربوطاتو کې دا چادونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دغلته د ترافيکو بیروبار زیات وي.

پېښه دقیق د دريمې حوزې اړوند د عمومي چوک سره نېږدې شوې ده، د راپورونو په بنسټ چې لومړۍ چادونه د يوه بوتلي ماين وه چې په يوه حمام کې دننه شوې وه، کله چې د پېښې په غبرګون کې پوليس سيمې ته رارسېږي نو سمدلاسه دوهمه چادونه هم رامنځته کېږي.

د راپورونو له مخې لومړۍ چادونې ددوهمې چادونې سره توپير درلود، دوهمه چادونه د یو موټرسایکل په واسطه ترسره شوې ده چې تر لومړۍ چادونې یې لوی والی زيات و، پوليسو په دې هکله په خپرو شویو معلوماتو کې ويلي دي چې ددوهمې چادونې انساني تلفات‌ هم موجود دي، په دوهمه چادونه کې چې د موټرسیکل په واسطه ترسره شوې وه دوه پوليس او دوه عام افغانان په شهادت رسېدلي دي.

د شهيدانو ترڅنګ دا پیښه زیات ټپيان هم لري، په دې پېښه کې د پوليسو يو معاون، د ټولي قوماندان او شپاړس نور ملکي افغانان بيا زخميان شوي دي، د زخمیانو د حالت په هکله تراوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro