The news is by your side.

دوه بې پښتو پښتانه ولسمشران

خبريال وېبپاڼه/ ولسمشر غني په داسې حال کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ته قالینې وغوړولې چې خان د پښتنو په وينو سره لاسونه کابل ته راغلی و، خان په اصل کې پښتون دی خو داسې پښتون دی چې د پښتو او پښتانه سره یې هېڅ نه لګي.

د عمران خان ذاتي کرکټر هم د پښتو خلاف دی، د هغه په ژوند او په ځانګړي ډول په سياسي فعاليت کې د پښتو موندل سخت و او سخت دي، هغه نه یوازې چې د پښتو سره ډېرې شلېدلې اړيکې لري د پښتنو سره بيا تر دې هم وران دی، دی د پښتنو سره اوس هغه څه په ښکاره کوي کوم به پنجابي پوځ په پټه کول.

عمران خان په پښتونخوا او وزيرستان کې پښتانه پوزو ته راوستلي دي، پخپله ځمکه پښتانه د غلامانو او اسیرانو په ډول ژوند کوي، پاکستان ورباندې اوس هم د انګرېزانو د هغه وخت قانون عملي کوي کوم چې د جنوبي افریقا د تور پوستو لپاره جوړ شوی و.

د خان دښمني د پښتو او پښتنو دواړو سره ده
په داسې حال کې چې په پاکستان کې بايد تمه دا وی چې د يوه پښتون د صدراعظم کېدو سره د پښتنو ژوند ښه کېږي ددې په خلاف د پښتنو ژوند نور هم خراب شو، په پښتنو هغه ظلم اوس د قانون په واسطه کېږي کوم به چې پاکستاني پوځ په
پټه او دسيسو له لارې کاوه، خان اوس په ښکاره د پوځ د نوم پرته د یو سياسي حکومت په شکل کې په پښتنو د پوځ پاليسي عملي کوي.

غني، پښتو او پښتانه
په افغانستان هم په ښکاره پښتون حاکم دی، خو دې پښتون نن د پښتنو قاتل داسې وپاله چې زموږ يې دده په پښتون ولۍ هم شک راغی، ددې په ځای چې د عمران خان سره د هغه د اوقات مطابق داسې يو چلند شوی وی چې په ښکاره یې په افغانستان کې دوی دښمني ليدلې وی غني ورته په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړه، دا رخصتي غني د امریکا ولسمشر ته هم نه وه اعلان کړې خو د پښتنو قاتل ته یې اعلان کړه.

سړی حیران شي چې دا څه ډول بې پښتو پښتانه ولسمشران دي، چې يو هخوا پښتانه ځپي بل همدا جابر ته دلته ښه راغلاست وايي عمومي رخصتي ورته اعلانوي او سړکونه د‌ پنجاب په بيرغونو پوښي.

د ولسمشر غني څخه د افغان ملت دا تمه ده چې د پښتنو د قاتلینو د افغانستان د بدبختيو د مسولینو سره ددښمن‌ غوندې رويه‌وکړي نه دیو دوست او ورور غوندې، دا هماغه عمران خان دی چې په افغانستان کې یې جهاد رواه باله خو په پاکستان کې چې د انګريز قانون حاکم دی، حجاب نشته، هر ډول فحاشي په قانوني ډول کېږي جهاد‌ حرام دی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.