The news is by your side.

د پاکستان د “تحریک لبیک” مشر خادم حسین رضوی مړ شو

خبریال وېبپاڼهد پاکستان دتحریک لبیکد مشر خادم حسین رضوی په لاهور کې مړ شوی دی.‌

په لاهور کې د شیخ ذاهد روغتون ډاکتر اکبر حسین خبریالانو ته ویلي چې د پاکستان پر وخت پر ۸ بجې او ۴۸ دقیقې د رضوی مړی روغتون ته وروړل شوی دی او دوی نشيویلای چې د رضوي د مرګ سبب څه دی.

خادم حسین رضوی ۵۵ کلن وو چې ژوند یې له لاسه ورکړ.   

خادم حسین رضوي دې وروستیو کې فرانسه کې د اسلام د پیغمبر (ص) کارتونو خپرېدو پر ضد احتجاجي پرلت کړی و او له پاکستان حکومت سره یې له یوې هوکړې وروسته پرلت پای ته ورساوه.

د بریلوي سوچ خاوند خادم حسین رضوی تر ۲۰۱۷ کال پوري چندان مطرح کس نه وو،خو په ۲۰۱۷ کال کې په ناببره توګه را څرګند شو او زیات شهرت یې تر لاسه کړ.

د پاکستان لمړي وزیر عمران خان او د هغه هیواد دپوځ مشر باجوه د خادم حسین رضوی په مړینه سخت خفګان ښودلی او دا یې د خپل ملک لپآره یوه لویه ضایعه بللې ده.

د خادم حسین رضوی د جنازې لمانځه ته د هیرامنډۍ تر خوا منار پاکستان ټاکل شوی دی او د جمعې په ورځ به یې جنازه هلته کېږي.

ځیني اټکل کوي چې خادم حسین رضوی به په مرموز ډول وژل شوی وي؛ ځکه پاکستان په دې ورځو کې هڅه کوي‌ چې نړۍ والې ټولنې ته ځان متمدن وښيي؛ خو د پاکستاني خبریالانو له خولې داسي‌راپورونه هم ورکول شوي‌دي چې خادم حسین رضوی کرونا وایرس نیولی او وژلی دی .

په مذهبي ترهه ګري تورن پاکستان کې دا خبرې لا له وړاندي کېږي‌چې دوی ځیني مذهبي‌ ډلې د تروریستي فکر د پرمختګ په موخه جوړوي او چې کله ګټه ترې واخلي بیا یې بېرته له منځه وړي ؛ پر دغه بریلوي ملا هم هم داسي شک کېږي چې پآکستاني استخباراتو د یوه ځانګړي مقصد لپاره جوړ کړی وو او بېرته یې ختم کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance