طالبان دې له حکمتيار څخه عبرت واخلي
خبریال وېبپاڼه/ ګلبدين حکمتيار چې يو وخت ددې هېواد په سرنوشت کې د غوږ نيونې کس و او خلکو یې خبره اورېده اوس يې د خلکو ترمنځ ځای ورک دی، حکمتیار د اوږده مخالفت وروسته اوس په کابل کې مېشت دی، وروسته له هغه چې ولسمشر غني د حزب اسلامي سره د سولې توافقنامه لاسليک کړه ګلبدين حکمتيار کابل ته راغی او خپل سياسي فعاليت یې دلته پيل کړ.
حکمتیار د افغانستان په سياست کې يوه پېژندل شوې څېره ده، هغه د شوروي اتحاد په وړاندې په جګړه کې د خپل شهرت اوج ته ورسېد او په افغانستان کې یې ځانته د خلکو یوه د پام وړ کتله پیدا کړه، شوروی په افغانستان کې مات شو او د ډاکټر نجيب د حکومت سره د يو جوړجاړي وروسته ېې خپل پوځونه د افغانستان څخه بهر کړل.
حکمتيار د شوروي وروسته
تر هغه پورې چې د شوروي عسکر په افغانستان کې موجود و د خلکو د پام وړ برخې حکمتیار او نور هغه خلک چې د شوروي په وړاندې جنګېدل د درناوي وړ ګڼل، که څه هم د شوروي سره جګړه بېلابېل ابعاد لري خو يوه خبره چې انکار ترې ګران دی هغه داده چې د افغانستان خلک د شوروي د عسکرو مخالف و، افغانانو نه غوښتل په هېواد کې یې د شوروي عسکر و اوسي، که حکمتيار نه وی بل څوک حتماً پيدا کېده چې ددې خلکو مشري وکړي او د شوروي په وړاندې لاس وسلې ته اوږد کړي، خو دلته مسله د شوروي د يرغل وروسته پېچلې کېږي.
وروسته له هغه چې د شوروي اتحاد پوځيان د افغانستان څخه ووتل نو تمه دا وه چې د حکمتيار په شمول ټول مخالف ګوندونه او حرکتونه سره راټول شي او د موجود نظام يوه برخه شي او نظام وساتي، دا هغه څه و چې ونه شول، د حکمتیار په شمول ګڼو نورو ډلو هم دا کار ونکړ او د ډاکټر نجيب د حکومت سره يې تر هغه جنګ وکړ چې نور په هېواد کې ډېری بنسټونه له منځه ولاړل، د ډاکټر نجيب سره د جګړې ترڅنګ بيا د جهادي ډلو جګړې هم رامنځته شوې چې دا ځل یې افغانستان د یو نسبي اباد هېواد څخه په يوه ویرانه او يوه کنډواله بدل کړ.
اوس خلک او ګلبدين حکمتيار
اوس چې د خلکو څخه د حکمتیار په هکله پوښتنه وکړئ نو نوم یې اورېدل نه غواړي، د حکمتيار محدود پلویان بيا دا ټول مخالفین په بې دينۍ تورنوي، د افغانستان ۱۳ ميلیونه وګړي انټرنټ کاروي، ۳,۷ ميليونه یې فېسبوک کاروي، تاسې شاهدان ياست چې په ټولنيزو رسنيو کې د ګلبدین حکمتیار وینا او یا کوم کار ته د خلکو غبرګون څه وي، يو لنډ مثال یې د تېرې ورځې ورکولی شو، تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مخکښ غړي ګلبدين حکمتيار ته وويل چې د اسلام اباد څخه دې د کابل په خلاف نه غږېږي، داوړ وويل ګلبدین دې د اسلام اباد نه کابل ته د جګړې خبرې نکوي.
د محسن داوړ ددې خبرو په غبرګون کې د ګلبدین حکمتیار زوی حبيب الرحمن حکمتيار په فېسبوک کې پوست وکړ، ده د خپل پلار سپیناوی کړی و خو د خلکو غبرګون داسې و چې نور یې د حکمتيار ځائ په ټولنه کې واضح کړ، د حکمتيار زوی ته د ۲۰ زرو ډېر کومنټونه شوي و چې پکې د حکمتيار په پلوی د شوي کومنټ پيدا کول سخت و.
دا اوس د حکمتیار ځای دی د خلکو ترمنځ، نوی نسل د حکمتیار څخه دومره نفرت لري چې نور د حکمتيار ډېر نېږدې کسان هم په دې قانع شوي دي چې حکمتيار نور که ښه دی او که بد خو د افغانستان په سياست کې ځای نلري، په حکمتيار نوره پانګونه صرف زيان دی.
طالبان دې حکمتيار ته وګوري
خلک د حکمتیار څخه په دې سبب نفرت نکوي چې ولې يې د شوروي پوځ سره جنګ کړی، بلکې خلک د حکمتیار څخه ځکه نفرت کوي چې ده د قدرت په جنون کې د شوروي پوځ د وتلو وروسته هم په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړ.
نن طالب هم د همداسې يو امتحان سره مخ دی، که د امريکايي ځواکونو د وتلو سره سره هم طالبان جګړې ته دوام ورکړي نو د افغان نسل او ملت دداسې نفرت سره به مخ شي چې بيا به يې څوک ښه او بد دواړه یو ګڼي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.