The news is by your side.

اسټرلیا دي زیانمونو کورنیو ته تاوان ورکړي

خبریال ویبپاڼه/ وروسته له هغه چې په افغانستان کې د اسټرلیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو او ظلمونو په هکله راپورونه خپاره شول اسټرلیا وویل چې په دې برخه کې څېړنې کوي چې تیره ورځ د اسټرلیا لومړي وزیر له افغانانو بخښنه و غوښته او پردې يې اعتراف وکړ چې اسټرلیايي ځواکونو په افغانستان کې جنایتونه ترسره کړي دي

د مالوماتو له مخې اسټرلیايي ځواکونو داسې ۳۹ قضیې ترسره کړې چې یا يې جنګي اسیران مړه کړي او يا يې هم ملکي کسان په نښه کړي ځکه يې لومړي وزیر بخښنه غوښتې

اوس تازه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون له اسټرلیاڅخه غوښتي چې د خپلو پوځیانو د کړو ظلمونو په اړه باید د قربانیانو کورنیو ته غوږ ونیسي او د تاوان په برخه کې ورته اقدام وکړي

د استرالیا د پوځ په یوه راپور کې ویل سوي چې د شواهدو پر اساس د دې هېواد ځواکونو په افغانستان کې شا او خوا ۳۹ کروندګر او ملکیان وژلي.

د استرالیا د پوځ په راپور کې راغلي، کافي شواهد شته چې ښيي د دې هېواد پوځيانو په افغانستان کې ۳۹ زندانیان، ملکیان او کروندګر وژلي دي

پرهمدې مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون ویلي چې د اسټرلیايي ځواکونو دا قضيې باید تعقیب سي او ویلي يې دي چې دسرغړونې ځینې شواهد يې له اسټرلیايي دولت سره شریک کړي هم دي

د اعامو افغانانو پر وژنه تراوسه یوازي د اسټرلیا دولت پر بخښنه اکتفا کړې او بل کوم داسې اقدام يې نه دی کړی چې دافغانانو د قناعت وړ وګرځي

ښايي پر افغانستان د امریکا د یرغل را وروسته چې د لته د ډیرو هېوادونو بهرني سرتیري میشت دي ورته کړنې ترسره کړې وي خو ځینې يې پټې ساتل سوې او سر نه دی ورباندې ګرځول سوی د بشري حقونو خپلواک کمیسونو له اسټرلیا غوښټې چې باید دې خلکو ته تاوان ورکړل سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.