The news is by your side.

مرتضوي د اسټرالیا بخښنه هم د سياسي پروپاګند لپاره وکاروله

خبریال وېبپاڼه/ څو ورځې وړاندې هغه خونړی راپور خپور شو چې پکې د اسټراليايي ځواکونو په واسطه د ۳۹ بيګناه افغانانو د شهيدانولو په هکله معلومات خپاره شوي و، د راپور د خپرېدو سره د نړۍ له لر او بر څخه د افغانانو دې مظلومیت ته غبرګونونه راغلل.

په نړيوالو رسنيو کې دې راپور ډېر پراخ پوښښ وموند، که څه هم په افغانستان کې بیا ددې راپور پوښښ تر نړيوالو پیکه و خو موږ هڅه وکړه چې دا موضوع جدي مطرح کړو، پدې راپور کې راغلي دي چې استراليايي ځواکونو بیګناه افغانان چې نه يې وسله درلوده او نه يې په دوی د حملې کوم نيت، په شهادت رسولي دي، په نړيوالو رسنيو کې ددې راپور نشرېدل ددې سبب شول چې د اسټراليا حکومت فوراً د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني څخه په دې هکله بخښنه وغواړي، د اسټراليا لومړي وزير ولسمشر غني ته ټیلیفون وکړ او د بخښنې ترڅنګ یې په دې پېښه کې د لاس لرونکو په محاکمه ټينګار وکړ.

په موږ يې زده کوي
ددې راپور د لوستلو وروسته دې قناعت ته رسېدل هېڅ ګران نه دي چې دا اسټرلیايي پوځیان نوي و، دوی تراوسه په وژلو کې لاس نه درلود او څوک يې نه و وژلي، خو اوس يې دلته زموږ په بې ګناه خلکو زده کول، دوی دا د یو ‌ډول تمرین او‌ عادت کېدو لپاره کړي دي، زموږ هغه افغانان چې په دې لاس تنګ ژوند کې یې خپل پلار او مور په څه سختۍ لوی کړي او اخر هم د يوه اسټراليايي د تمرین قرباني شي.

مرتضوي د استراليا بخښنه هم پند ګڼي
کله چې يو انسان د ذلت د اوج سره مخ شي، کله چې د ټولو لخوا دومره سپک شي چې نور ځانته هم یوه ذره ارزښت قايل نه وي نو بيا چې څوک سلام هم ورکړي دا يوه ډېره لويه نيکي ګڼي، نن د حکومت وياند دا مسله هم د يوې خوا د خپل سياسي پروپاګند وسيله کړه او د بلې خوا يې يوه ساده مسله ترې جوړه کړه او ان د اسټراليا بخښنه غوښتل یې د لوړو اخلاقو کار وګاڼه.

شاه حسين مرتضوي پخپل ټوټير کې ليکلي چې د افغانستان سياسيون دې د بخښنې غوښتنې فرهنګ له اسټراليا څخه زده کړي، مرتضوي د افغان انسان ددومره ظالمانه وژلو خبر هم د خپل سياسي پروپاګند او غښتلتيا د خپلو سياسي رقيبانو د مقابلې لپاره کاروي، د بلې خوا بيا ددې په ځای چې د اسټراليا عسکر وغندل شي، ددوی د محکمې جدي تعقیب وشي او حتی په افغانستان کې يې د محکمې غوښتنه وشي، مرتضوي یې معذرت غوښتل د فرهنګي درس مضمون جوړوي.

ښکاره ده چې هره ورځ دلته بهرنیان زموږ خلک وژني، مطلق اکثریت یې هېڅ بخښنه نه غواړي او حکومت د پوښتنې جرت نلري، اوس چې نړيوالو رسنيو دا راپور خپور کړ او اسټراليا د نړیوال حساسيت يا یې د خپل انسانيت له کبله بخښنه وغوښته نو مرتضوي دا لوی کار ګڼي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.