The news is by your side.

د عمرانخان سفر ته د سپین بولدک ولې غبرګون وښود

،خبریال ویبپاڼه/ تیره ورځ افغانستان ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سفر درلود چې د عامو افغانانو د قهر او غوسې سبب سو او هغه يې په لاریونو بدرګه کړ د سپین بولدک خلک د پاکستان په مضریت پوهیږي او هیڅکله يې په دوستۍ باور نکوي

نن سهار د کندهار ولایت سپین بولدک سرحدي ولسوالۍ کې هم عامو خلکو د عمرانخان سفر په لاریون او د پاکستان له دوه مخې سیاست څخه په نفرت بدرګه کړه

په دې لاریون کې چې لویو، وړو قومي مشرانو مدني قعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو، افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر نمایشي وباله او هغه یې په دوه مخې سیاست کولو تورن کړ.

سلګونه دې لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې د پاکستان او عمران خان پر بې ګټې همکاري او هڅو باندې نیوکې وکړې او زیاته يې کړه ترڅو چې د پاکستان په پالیسي تغیر را نسي دا ډول سفرونه کومه نتیجه نه ورکوي

که څه هم عمرانخان تیره ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې د افغان سولې پروسې سره به مرسته کوي خو اوس د هر عادي افغان د پاکستان په دې دوه ژبې توب سر خلاص سوی او هیڅ باور نه پرې کوي او هغه کړنې چې د دوستي په جامو کې ترسره کوي غندي يې

تیره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر له راتګ سره په کابل کې هم عام خلک خورا په زحمت وو او په ورځنیو چارو کې يې زیات خنډونه ایجاد سوي وو.

پاکستان د دې ترڅنګ چې د افغانستان د نیابتي جګړې لامل دی د افغانستان پر یو شمېر سرحدي ولایتونو او ولسوالیو توغندیز بریدونه هم کوي چې وخت ناوخته زموږ عام بې ګنا وګړي پکښي شهیدان کیږي.

عمران خان کابل ته راغلی خو هیڅ یوه لاس ته راوړنه او ښه خاطره افغانان نه ترې لري د سپین بولدک ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو د عمرانخان د سفر په وړاندې لاریونونه وکړل او پاکستان يې له افغانستان سره پر دوه مخې توب تورن کړ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.