The news is by your side.

عربي متحده اماراتو پاکستانيانو ته ویزې ورکول بند کړل

خبريال وېبپاڼه/ عربي متحده اماراتو اعلان کړی دی چې نور یې پاکستاني وګړو ته د ویزو ورکول بند کړي دي، امارات په داسې حال کې د پاکستاني پاسپورټ درلودونکو ته د ويزو د نه ورکړې خبرې کوي چې په دې هېواد کې په زرګونه پاکستانیان په مزدورکاری بوخت دي او نور هم د همدې مزدوريو لپاره ځي راځي.

د پاکستان حکومت هم دا منلې ده چې اماراتو اوس پاکستانيانو ته د ويزو ورکول بند کړي دي، د پاکستان د بهرنيو چارو د وزرات يوه وياند زاهد حفيظ چودري په یوه بیان کې ددې خبر پخلی کړی دی.

غوڅ علت يې لانه دی معلوم
تراوسه ددې خبرې رسمي تاييد نشته چې اماراتو به ولې په پاکستاني اتباعو د ويزو بنديز لګولی وي خو د پاکستان د حکومت يوه چارواکي رسنيو ته ويلي چې دوی هم پدې هکله رسمي معلومات نلري او نه هم ورسره اماراتي چارواکو اړيکه نيولې ده خو ددوی اټکل دادی چې دا کار به د کورونا ويروس له کبله ترسره شوی وي.

خو دا خبره پخپله د اماراتو مقاماتو نه ده تاييد کړې او نه يې هم رد کړې چې دوی ولې په پاکستاني وګړو ويزې بندې کړې دي.

اړيکې هسې هم خرابې وې
د پاکستان او اماراتو اړيکې له ډېر وخت راهيسې پيکه دي، دا اړیکې هغه ډول نه دي روانې لکه پخوا به چې روانې وې، د پاکستان او اماراتو اړيکې وروسته له هغه بېخي پسې خرابې شوې کله چې په کندهار ولایت کې په یوه چادونه کې د اماراتو پینځه ډيپلوماتان ووژل شول، ددې پیښې پړه د پاکستان له ملاتړه په برخمنو ډلو اچول شوې وه، ان په دې ورستيو کې ويل کېږی چې عربي متحده اماراتو په دې هکله ځينې معتبرو شواهدو ته هم لاسرسی پيدا کړی دی.

د پاکستان او اماراتو اړيکې يوازې په کندهار کې د عربي ډيپلوماټانو په وژلو سره ندي خرابې شوې، بلکې امارات په پاکستان په دې هکله هم فشار راوړي چې اسراييل په رسمیت وپیژني او د هغه ډلې چې د فلسطين ملاتړ کوي وځپي.

پرون په پاکستان کې ددې هېواد د یوه مذهبي تحريک د شور ډک مشر خادم حسین رضوي ومړ، د تحریک لبیک یا رسول الله مشر خادم حسین څو ورځې وړاندې په پاکستان کې سختې مظاهرې روانې کړې وې او ددې هېواد د حکومت څخه یې غوښتل چې د فرانسې سفير د اسلام اباد څخه وشړي، په همدې سبا چې لاریونونو زور واخيست اعلان وشو چې حسين رضوي مړ شوی دی.

يوازې پاتې شوی پاکستان
پاکستان اوس ترټولو يوازې پاتې شوی ښکاري، عربستان، امارات دوه داسې هېوادونه دي چې پاکستان يې تل ننواتي ته ورغلی دی، څو میاشتې وړاندې عمران د کشمیر په هکله د سعودي عربستان په دريځ نسبي نيوکه کړې وه، نو سمدلاسه ورباندې د عربستان له لوري پور بند شو، په غبرکې یې د لار ورکي پاکستان د پوځ مشر د عذر او زاريو لپاره فوراً عربستان ته سفر وکړ خو بېنوا راغی، اوس بيا امارت د پاکستان سره د لارې پای ته رسېدلي ښکاري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.