The news is by your side.

افغانان اوس د منظور تر شا ولاړ دي

خبريال وېبپاڼه/ د خوست په ولايت کې ګڼ شمېر افغانانو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون کړی دی، په دې پراخ لاریون کې د خوست ګڼو ولسونو ګډون کړی و، ګډون والو په یوه خوله دا غږ بدرګه کاوه چې افغانان د منظور پښتین تر شاه ولاړ دي، پښتین يوازې نه دی، په خوست کې د منظور پښتین په ملاتړ دا لاریون په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په افغانستان کې د‌ جګړې د مخنيوي تابيا ښوودلې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستان له لوري په سيستماتيک ډول د پښتنو د وژنې او سپکونې په وړاندې راميدان ته شوی دی تېره اونۍ په وزيرستان کې يوه عظيمه غونډه جوړه کړه، په دې غونډه کې د لر او بر يو افغان شعارونو انګازې کولې او د افغانستان سره د غورځنګ مخکښو غړو خپل خواخوږي او کلک ملاتړ څرګند کړ.

د وزيرستان سره سم د هېواد په نورو ولايتونو لکه خوست او پکتیا کې هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ لاريونونه او غونډې وشوې، پښتانه اوس د هر هغه پښتون ملاتړ ته وردانګي چې د پښتون ناره بدرګه کوي.

د پښتنو علمبردار يوازې نه دی
اوس داسې یوه وخت دی چې پښتانه خپل دوست او دوښمن ډېر ژر پېژني، ډيجيټل دور دی، څوک چې نن څه ووايي سبا ورڅخه انکار نشي کولی، ځکه سبا به یې يا په انټرنټ کې ویډیو پرته وي، يا د ليکل شويو خبرو کاپي او انځور او يا هم غږیز پيغام، دا داسې یو دور دی، په دې دور کې پښتانه نه د چا د مېډیا محتاج دي او نه مرحمت، بلکې پخپله ډيجيټل مېډیا لري پخپله دومره يووالی او اتحاد لري چې خپله خبره مطرح کړي‌.

پښتانه اوس هغه څوک يوازې نه پرېږدي چې پښتون ته زده کړه، پښتون ته یو سوکاله ژوند، پښتون ته خپلواکي غواړي، هغه څوک چې په دې لاره کې صادق وي، هغه څوک چې د پيسو او چوکۍ سودا ورسره نه وي او صرف موخه یې د پښتنو خدمت وي د پښتنو په زړه کې ځای لري، پښتانه په داسې خلکو خپل سر او مال ورکوي.

منظور پښتین چې ددې خاورې يو صادق بچی دی د پښتنو د خلاصون لپاره یې مټې رانغښتې دي، پښتین د لر او بر د پښتون اواز دی، د هر ظلم په وړاندې، هغه که د پنجاب له طرفه وي ، که د دهشت ګردو په شکل کې وي او که د ډيموکراسۍ د عملبردارو غربیانو په لاس او شکل کې وي.

د خوست پښتنو په لنډ وخت کې د پي ټي اېم او مننظور پښتون په ملاتړ څو ځلې غونډې او لاریونونه وکړل، دا ښيي چې پښتانه اوس د منظور پښتین تر شاه ولاړ دی او هېڅکله به يې جابر پنجاب ته یوازې پرېنږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.