The news is by your side.

مړ شو که یې مړ کړ؟

خبريال وېبپاڼه/ خادم حسین رضوي د پاکستان د مذهبي تحريکونه ترمنځ د ډېر زيات شهرت څخه برخمن يو سخت دریځه اسلام پال ګڼل کېده، خادم حسين رضوي هغه وخت زيات شهرت وموند چې په ۲۰۱۷ م کال کې یې د دولت په وړاندې په پراخو لاريونونو لارې پورې کړ، په ۲۰۱۷ م کال کې خادم حسين رضوي ځکه لاريونونه جوړ کړي و چې د پاکستان حکومت د توهین رسالت په قانون کې د بدلون خبره وکړه.

په پاکستان ډېر وخت له دې کبله سختې نیوکې کېږي چې بدون له دې چې يو شفاف عدالتي سيستم شتون ولري خلک په داسې تورونو چې ورباندې ثابت نه وي د اعدام په سزا رسول کېږي، د همدې نيوکو په ترتيب پاکستاني حکومت په ۲۰۱۷ م کال کې نيت وکړ چې د رسالت د سپکاوي په قانون کې بدلون راولي خو د مذهبي ډلو د سخت مخالفت سره مخ شو.

ددې مذهبي ډلو په سر کې تحريک لبیک یا رسول الله راځي چې مشري یې خادم حسين رضوي کوله، رضوي همغه مهال هم دومره لوي لاريونونه راوستل چې اسلام اباد یې فلج کړ، د همغه وخت پاکستاني حکومت ځان ناتوانه وگاڼه، پاکستاني حکومت فکر وکړ چې رضوي نور ددوی په درد نه خوري ځکه هغه د کنټرول څخه وتلی و.

تازه څه پېښ شوي و
د فرانسې ولسمشر او يوې مجلې د اسلام ستر پيغمبر محمد ص سپکاوی وکړ، دې سپکاوي په ټوله نړۍ کې سخت مخالفتونه راوپارول، د فرانس تولید ټول مواد په ټولو اسلامي هېوادونو کې د سخت پراخ بایکاټ سره مخ شول.

په پاکستان کې هم خلکو د فرانسې ددې کار په وړاندې غبرګون وښود، خادم حسين رضوي هم د فرانسې د ګوستاخۍ په وړاندې لاريونونه پيل کړل او د پاکستان د حکومت څخه یې غوښتل چې د فرانسې سفیر دې د پاکستان څخه وشړي، رضوی پخپله دې غوښتنه کې جدي و ځکه روان لاریون یې کوچنی نه و او د شاته کېدو نیت یې هم نه درلود.

د پاکستان د حکومت لپاره دا ګرانه وه چې د فرانسې سفير له دې هېواد څخه وشړي، پاکستان دا سوچ هم نشی کولي چې د فرانسې سفير دې له هېواده وشړي ، پاکستان د اسلام حقيقي دفاع ته هېڅکله نه دی تیار، پاکستان هغه چين دوست ګڼي چې په ميليونونه ایغور مسلمانان یې بې ګناه شکنجو ته نيولي دي، ځکه چې پاکستان په اقتصادي لحاظ د چين غلام دی.

نه پاکستان د فرانسې سفير شاړه او نه خادم حسين رضوي بدون له دې کرارېده، خو په ناڅاپی ډول يې سبا د مرګ خبر خپور شو، رضوي خپل ژوند له لاسه ورکړی و، په دې هکله هم دقیق معلومات نشته چې رضوي څه ډول مړ شوی، خو د پاکستان تاريخ ښيي چې هر مذهبي مشر چې د پاکستان د ګټې او استعمال څخه تېر شي بيا یې نو پوځ غم کوي او څو ورځې وروسته دا مذهبي مشر خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.