The news is by your side.

طالبانو امریکا سره له سولې وروسته پر ٥٠ ولسوالیو بريدونه کړي

خبريال وېبپاڼه/ طالبانو له امريکا سره د سولې تړون تر لاسلیک وروسته د پنځوسو څخه پر ډيرو ولسوالیو بريدونه کړي، چې په ترڅ كې یې زيات شمير امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

د معلوماتو له مخې، طالبانو د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په ٢٩ نيټه له امريکا سره د سولې تړون لاسلیک ورورسته په پنځلس ولايتونو کې له پنځوسو څخه په ډيرو ولسوالیو ډله ييز بريدنونه کړي چې د ګڼ شمېر مالي او ځاني زيانونو ترڅنګ ځينو ولسوالۍ سقوط شوي او يا هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سخت مقاومت وروسته طالبان د سختو تلفاتو سره شاه تګ ته اړ شوي.
ارزګان، هلمند، فراه، نيمروز، هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان هغه ولايتونه دي چې وسله والو طالبانو يې د ولسوالیو په مرکزونو بريدونه کړي چې ځينو ولسواليو سقوط هم کړي وو چې ورورسته د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په نتيجه بيرته له وسله والو طالبانو نيول شوې دي.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه هم دا خبره تاييدوي او وايې، د يادو بريدنو ترڅنګ وسله والو طالبانو تر پنځوسو زيات بمي بريدونه هم تر سره کړي چې په نتيجه کې يې له دوه سوو څخه زيات عام وګړي شهيدان شوي.

د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق آرين وايې، د تيرو شپږو مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو بريدونو کې تر ١٢١٠ مليکان شهیدان شوي او ٢٥٠٠ څخه زيات ژوبل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو اترو ځنډ او د تاوتریخوالي دوام افغانان اندېښمن کړي او بیا بیا یې د دایمي اوربند او بین الافغاني خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.