The news is by your side.

طالبان بدخشان کې د کانونو د کېندنو له لارې مالي امکانات برابروي

خبریال وېبپاڼه/ وسله وال طالبان په بدخشان کې د کانونو د غیر قانوني کېندنو له لارې مالي امکانات ترلاسه کوي.

دوی هڅه کوي، چې د بدخشان هغو سیمو ته لاسرسی پيدا کړي چې هلته کانونه موجود وي، څو د کانونو د کېندلو له لارې مالي امکانات ترلاسه کړي.

تازه په یاد ولایت کې د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

د بدخشان والي ذکریا سودا وایي، طالبان هڅه کوي چې په راغستان ولسوالۍ کې پراته دغه کان نه سره زر وباسي.

د نوموړي په خبره، د کانونو کیندل ډېر کار او پانګې ته اړتیا لري، ځکه خو وسله وال طالبان تراوسه له دې کانه کار نه اخلي، خو د کیندنې هڅې یې کوي.

هغه زیاته کړې، د هغې سیمې او په ځانګړې توګه د دغه کان د بېرته نیولو لپاره هڅې دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې بدخشان کې د  (بیکادر) کان دوی نیولی، خو زیاته کړې ده چې د سیمې خلک په دودیز ډول له دې کانه سره زر باسي، نه د دوی وسله وال.

همدا راز راپورونو له مخې، د بدخشان په یو شمېر نا امنو سیمو کې د مخدره توکو د تولید فابریکې موجود دي، ځکه خو سیمه ییز قاچاقبران او نړیوالۍ مافیايي ډلې هڅې کوي چې سیمه نا امنه کړي، څو خپلو غیر قانوني فعالیتونو ته زمینه برابره کړي.
له دې وړاندې ګلوبل ویټنس یا د څارنې نړیوالې ادارې او یو شمېر نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو ویلي چې کانونه د وسله والو طالبانو د عاید یوه لویه سرچینه ده.

بدخشان په شمال ختیځ زون کې موقعیت لري او یو غرنی او سمسور ولایت دی همدارنګه د طبیعیي زېرمو له اړخه یو غني ولایت دی، لکه د سرو زرو، لاجوردو، لعل، زمرد، بېروج او داسې نور کانونه په کې موجود دي او له پاکستان، چین او تاجکستان سره ګډه پوله لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.