The news is by your side.

طالبانو په تیر۲۴ ساعت کې په ٢٣ ولايتونو بريدونه.

طالبانو په تیر۲۴ ساعت کې په ٢٣ ولايتونو بريدونه کړي.

خبريال وېب پاڼه/ طالبانو په تيرو ٢٤ ساعتون  کې په ٢٣ ولايتونو کې بريدونه کړي، د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي افغان لور ته د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو د نوموړي په وينا چې د افغان ګډو ځواکونو د مقاومت په نتيجه کې يې طالبانو ته سخت تلفات اړولي.

روح الله احمدزي په دي اړه وايې، ( افغان ملي او دفاعي ځواکونو د دښمن پلانونه شنډ کړې او  دښمن ته يې مرګوني تلفات اړولي).

خو، په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې حجت الله خردمند وايې چې طالبانو د بدخشان ولایت د ماه مى ولسوالۍ په ځينو پوستو ډله ييز بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ٢٥ د ملي امنيت، ملي پولیس، ملي اردو ځواکونو ترڅنګ  ملکي وکړي هم شهيدان شوي.

ښاغلى خردمند زياتوي چې د ماه مى ولسوالۍ سقوط هم کړي او وسله والو طالبانو د يادي ولسوالۍ ودانۍ ته آور اچولې او د افغان ځواکونو مهمات او وسلي يې هم له ځان سره وړي.

د بدخشان والي ذکریا سودا وايې ځينې عسکر طالبانو لاسته ژوندي هم ورغلي او برخليک يې لا معلوم نه دي
.
بغلان هم د هغو ولايتونو ليست کې دي چې په تيرو ٢٤ ساعتونو کې د وسله والو طالبانو د سختو بريدونو شاهد وو.

د بغلان ولايت امنيه قوماندان وايې طالبانو د پلخمري ښار د افغان ځواکونو په يوه مرکز بريدونه کړي خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

په همدي ترتیب د کندهار ولايت امنيه قوماندان ويلي د کندهار ښار په مرکز کې په يو موټر سايکل کې د ځاى پرځاى شوي ماين له امله دوه ملکي وکړي شهيدان شوي او له ٢٠ ډير ژوبل دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.