پر ډیورنډ کرښه جګړه شوې

 


خبريال وېب پاڼه / نن ماذديګر د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني مليشو ترمنځ تورخم ته څيرمه په ډيورنډ فرضي کرښه نښته شوې يوې باوري سرچينې خبريال ته ويلي چې لومړۍ پاکستاني مليشو په افغان سرحدي ځواکونو ډزې کړي چې د افغان ځواکونو په ځوابي بريد کې ګڼ شمير پاکستاني مليشو ته مرګ ژوبله اوښتى.

دا خبر نوي نه دي ځکه پخوا هم څو څو ځله پاکستاني مليشو په افغان ځواکونو بريدونه کړي چې نتيجه کې يې ګڼ شمير پاکستاني مليشي وژل شوي او او افغان لور ته هم څه ناڅه تلفات اوښتي.

څو مياشتې مخکې د کندهار ولايت سپين بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو سيمه کې هم د افغان ځواکونو او پاکستانى مليشو ترمنځ هغه مهال نښته شوي وه چې طالبانو غوښتل د چمن له لاري افغانستان ته داخل شي خو د افغان ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شو او پاکستاني مليشو هم طالبانو سره يوځاى افغان سرحدي ځواکونو بريدونه وکړل چې نښتې دوه ساعته دوام کړي وو چې پايله کې يې ګڼ شمير طالبان او پاکستاني مليشو ته مرګ ژوبله اوښتي وه او د افغان لوري څخه يو سرحدي عسکر شهيد او دوه نور ژوبل شوي وو.

که څه هم دوه ورځې وړاندې د روان زیږدیز کال د نوامبر په ١٩ نيټه د پاکستان لومړي وزير عمران خان کابل راغلي وو او له ولسمشر غني سره يې د سياسي، اقتصادي او امنیتي همکاريو ژمنه کړي وه خو له دي هر څه سره بيا هم پاکستانيو مليشو يو وار بيا د افغان په خاوره بريد وکړ خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي او ګڼ شمير يې وژل شوي هم دي.

بل لور ته د عمران خان راتګ افغانستان ته د هيوادوالو له مخالف سره مخ شوي وو او سخت غبرګونونه يې راپارولي چې د هيواد ځينو ولايتونو کې لاريونونه هم ترسره شول هيوادوالو د خان راتګ کابل ته نمايشي بللې د هيواد يو شمېر مدني فعالان، قومي مشران او ځوانان وايې تر هغه چې پاکستان افغانستان لپاره خپله پالیسي بدله نه کړي او افغان خاوري ته ريښتينې سولې لپاره کار و نه کړي بايد پاکستان سره د هر ډول همکاريو ډډه وشي.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More