The news is by your side.

د يو وزير بريا او د پاکستان، ايران، طالبانو، او لنډغرو ماتې!

د یو وزیر خلاف د پاکستان؛ایران؛‌طالبانواو لنډغرو ماتې !

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان په اوسنۍ کابینه کې یو داسي‌وزیر هم شتون درلود چې په ښکاره د پاکستان خواخوږو (جاسوسانو) د ایران د سپاه پاسداران غړو او د هغوی پر درسترخوان ناستو افغان فروشانو؛ د طالبانو تر اثر لاندي کابل مېشتو او په قطر کې د طالبانو مشران او په کابل کې په حکومتي چوکاټ کې دننه لنډغرو یې سخت مخالفت کاوه.‌

ځینو یې پر کریکټور ګوتې څنډلې او ځینو بیا د زرګونو طالبانو قاتل باله.‌

ځینو د پاکستان دښمن او ځینو د ایران د ګټو مخالف باله؛ خو دا جناب د ژوند هره لحظه او هره دقیقه ددې هیواد دساتنې؛ پت پالنې او د ملي‌هویت د ملي ساتلو لپاره وقف کړې وه‌.

دا وزیر صیب چې نن په لوړ اکثريت سره د پارلمان د غونډې له تاید سره راووت؛ په حکومت کې دننه د ډېرو لنډغرو د سترګو اغزی دی؛ ځکه دا وزیر صیب دافغانستان دفاعي ځواکونه د لنډغرو له دفاع را وایستل او دافغانستان دفاع ته یې ودرول.‌

دا وزیر د افغانستان د ملي‌ دفاع وزیر اسدالله خالد دی چې نن یې یوځل بیا دا ثابته کړه چې لا هم په افغانستان کې د افغانستان د ګټو ساتونکي وکیلان شته دي چې د ملي ګټو ساتونکو وزیرانو ته رایه ورکوي.

ښاغلی خالد یو دافغانستان له هغه وزیرانو نه دی چې نه یې په پوځ کې د پارلمان د وکیلانو خپل خپلوانو ته ځای ورکړی او نه هم د وکیل صاحبانو خپل خپلوان په پوځ کې وظیفې ته زړه ښه کوي.

اسدالله خالد نن له یوې خوا د ملت له لوري‌ په اکثریت رایو د دفاع وزیر وټاکل شو او له بله لوري د نوموړي وزیر کېدو دا هېلې هم را وټوکولې چې دافغانستان په پارلمان کې د پاکستان؛ ایران او لنډغرو تاثیر کم شوی او دا علت دی چې افغان پارلمان په غوڅ اکثریت اسدالله خالد ته رایه ورکړه او د خپل هیواد د دفاع وزیر یې مقرر کړ.‌

اسدالله خالد یو پخوانی مجاهد دی چې له نورو مجاهدینو سره ډېر زیات توپیر لري.‌ نوموړی لوستی مجاهد دی چې په انګریزي، عربي ، دري ، پښتو ژبه روانې خبري‌ کوي او په نړۍ واله کچه یې په اوسني افغانستان کې ښه نوم ګټلی دی.

نوموړى په افغانستان کې له مېشتو نړۍ والو ځواکونو سره ژورې او پخې اړیکي لري او تر ډېره بریده دښمن ورڅخه په وېره کې دی.‌

 

اسدالله خالد د پاکستان دښمن بلل کېږي او هم دا راز د طالبانو په دښمني د غزني له ولایته نیولې بیا د کندهار تر ولایت او د ملي امنیت تر لوی ریاسته مشهور دی.

 

نن اسدالله خالد په پارلمان کې د ولس (۲۰۶) استازو تاید کړ خو

له بده مرغه (١٧) داسي وکیلان لا هم په پارلمان کې شته چې یا به لنډغر وي او یا به هم د پردیو په اخور کې خوراک کوي چې داسي‌ یوې ملي څېرې ته یې د رد رایه ورکړه.‌

موږ د یوه داسي افغانستان په هیله یو چې د هیواد ملي‌اتلان د ټولو وکیلانو مثبتې رايي ترلاسه کړي او د ګاونډیو له اثره خلاص پارلمان ولرو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.