The news is by your side.

لمر تندر نیسي څه باید وکړو؟

خبریال وېبپاڼه/ سبا ته به سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ راشي، يانې کله چې سپوږمۍ د لمر او ځمکې ترمنځ راشي د ځمکې يوه برخه به په تياره کې پاتې شي، په عامه ژبه دې ته تندر ویل کېږي، ددې پېښې تاثير به په ځينو ځايونو او سيمو ډېر او په ځینو کم کوي.

د لمر او ځمکې ترمنځ د سپوږمۍ واقع کېدل ځينې وخت ددې سبب کېږي چې د ځمکې د هغه حصې څخه د لمر روښنايي کمه ښي، ددې څخه خلک بېلابېل تفسيرونه هم لري.

سبا ته به په افغانستان کې د لمر نيول د سهار په ۹ بجو پیل شي، د لمر دغه نيونه به د غرمې تر ۱۲ بجو پورې دوام وکړي او وروسته به بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.

ويل کېږي دا ځل به د لمر دا نیول یو څه خطري وي، ځکه په ځينو ځایونو کې به تياره بېخي زياته شي، په افغانستان کې اټکل‌ دادی چې ډېر تورتم به جوړ نشي خو د نړۍ په نورو ځینو برخو کې ان د تپې تيارې وېره هم شته ده.

څه بايد وکړو؟
پدې خبره بايد پوه شو چې کله لمر تندر ونیو نو باید په دې وخت کې لمر ته مخامخ ونه ګورو، په دې وخت کې هېڅ شی د اټکل وړ نه دي کېدی شی داسې يوه پیښه وشي چې دا سل کاله نه وي شوې، کېدی شي ستاسې د سترګو د نور د ختمېدو سبب شي که دا نشي نو د سترګو د کمزوري کېدو لامل مو کېږي.

په ماشومانو بايد ځانګړی پام وشي، د ماشومانو او زموږ د بدن او بدن د غړو جوړښت مقاومت او ځواک يو شان نه دی، د بدن د‌غړو وده مو او هرڅه توپير کوي، په دې موده کې چې د سهار د ۹ څخه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ده خپل ماشومان هېڅ بيرون ته مه پرېږدئ او خپله هم که وتلی هڅه وکړئ لمر ته مخامخ ونه ګورئ.

ساینس پوهان يې د وېرې ځای نه بولي خو د احتياط لارښوونه کوي، د بل اړخه بيا ددې مسلې په هکله ديني روايات هم شتون لري، په ديني روایاتو کې د يوې خوا د خدای ج د قدرتونو يوه نښه بلل کېږي او د بلې خوا ځينې روايتونه داسې دي چې دا کار د انسان د ګناهونو سره مربوط ګڼي

په ديني روایاتو کې دا هم راځي چې پيغمبر محمد ص به په دې ورځ يا په داسې وخت کې لمر تندر ونیوه لمونځ او ذکر به يې ډېر کاوه، د يوه صحابي په خبره مې رسول الله به تر هغه دعا کوله چې ترڅو به بېرته تندر لمر خوشي کړی نه و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.