د کابل را کټي بریدونه او دیوې محصلې کېسه !
بلې لالا اورې!!
هو وایه زرینې څنګه چل ده، کور خو به خو به خیرت وي؟
هو هو لالا قراره قراري ده، ما درته زنګ ووهه، چې زما هغه کتابونو لست مې چې درکړی، هېر یې نه کړي، ښه!
ښه ښه زرینې سمه ده، یو خو تا هم غوږونه راوخوړل په ډېرو ویلو، خو هسې نه هم ښونځۍ مو رخصت کېږي، کتابونه لا څه کوې، هی هی.
لالا خیر دی ته یې راته راوړه کنه، هغه زه ژمي کې ځان سره وایمه.
د دوی خبرې لا خلاصې شوې نه وې، چې د زرینې غوږونو ته یو دروند او تېز غږ له تیلفونه ورغی، چې د زرینې زړه درزا ډېره شوه او ژبه یې بنده بنده کېده خو غوښتل یې پوی شی، چې څه پېښه شوې؟
لالا، لالا څه وشول، دا بدرنګه غږ د څه شي وه، لالا ووایه کنه، لالا، لالا….
د زرینې په لاس کې د زنګ دقیقې او شېبې لا پسې شمېرل کېدې، چې زرینې منډه کړه، او له د خونې دروازه یې په زوره ټېله په مور یې ور چغه کړه.
ادې ، وه ادې، په لالا مې څه وشول، قران چې په لالا مې څه وشول.
د عثمان د ادې زړه بې ځایه شه ، او لاسونه یې په رږدېدو شول.بیا یې دستی پوښتنه کړه، څه شوي دي لورې ولې داسې داسې وایي، خدای دې دما زوی له هرې بلا وساتي دا څنګه خبرې دي چې راته کوې یې.
د زرینې له سترګو اوښکې په بهېدو شوې او ورزیاته یې کړه، لالا ته مې زنګ وهلی وه، چې ماته کتابونټنه راوړي، په تیلفون کې د بم غوندې اواز راغی او لالا مې هم خبرې بندې کړې.
د عثمان مور خپل کین لاس پر زړه کېښوده او خوله یې په چغو خلاصه شوه.لور یې ژر د ټلویزیون پر خوا منډه واخیسته او په رېږدېدلي لاسونو باندې یې د ټلویزون بټن کېښوده.
د مور سترګې يې چې له اوښکې ډکې وې او ستونی یې چغو لږ وچ کړی وه، سترګې یې د ټلویزیون په صفحه وټومبلې.
د ټلویزیون پر اړول شوي یوه چاینل کې پر کابل د بېلابېلو توغندیو لږېدلو ژوندی بهیر ښکاره کېده، چې په د نجونو پر ښونځۍ او د کابل پر بېلابېلو ناحیو کې د راوار شوي توغندیو او له وېر او وحشته ډک انځورونه بدلېدل رابدلېدل.
د دې خبر په لیدو د زرینې او د ادې یې زړه ډآر نور هم پسې ډېر شو، داسې ، چې دوی زړونو کې پوه شول، څه پېښ شوي ، خو پر ژبه راوړل او ویل یې خورا لوی همت غوښته.
د زرینې له خولې یوه لویه چغه وخته او پر خولې یې ژر لاسونه کېښوده، مور یې زړه نا زړه ترې
وپوښتل ولې لورې څوک دې پکې ولیدل؟
د زرینې ژړا لا پسې ډېره او په زوره شوه.
ـ اددددې، اددددې…..
ـ څه دي؟
ـ څه شوي؟
ـ لالا دې مړ دی؟
د زرینې له ستونې د ژړا او ادې ویلو پرته بل هېڅ راونه ختل، سترګې یې پټې کړې او ځای پر ځای ولاړه پاتې وه.
چې یې سر کوږ که. ګوري چې مور یې بې هوښه شوې، او لکه مړی داسې پرته ده.
ـ مرسته وکړئ، مرسته وکړئ، په ادې مې حمله راغلې!
د زرینې ګاونډیانو د هغې ادې پورته او روغتون ته بوتله. روغتون کې ډاتران مصروف وو، هر لورته خلکو منډې وهلې، د کابل په بریدونو کې لسګونو ټپیان او تر پنځو زیات شهیدان روغتون ته را وړل شويوو.
څو ساعته وروسته یې مور په هوښ راغله خو له سترګو یې اوښکې روانې ، او له خوله څخه یې د ژړا اوازونه او بدې ورځې ختلې.
زرینه یې چې څنګ ته ناسته وه، له سلګیو ډګ غږ باندې یې پر خپلې مور غږ وکړ،ادې ته ژاړه مه، کني روغتیا به دې نوروه هم خرابه شي، ما مې لالا له لاسه ورکړ، ادې مې نه غواړم له لاسه ورکړم. او په دې سره یې په زوره زوره ژړا ونیوله.
لیکنه: مریم صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.