The news is by your side.

د اوربند په اړه د مایک پمپیو زرغون څراغ!

خبریال وېبپاڼهد امریکا د بهرنیو چارو وزېر مایک پمپیو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومتي‌ پلاوي او طالب چارواکو سره لیدليدي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي‌ چېد خبرو روانو ساتلو او د هغه پرمختګ له کبله چې دې خبرو کې شوی، ‘ دواړه لوري یې ستایلي دي.ښاغلی پمپیو زیاتوي چې ‘د تل پاتې او پراخ اوربند او سیاسي تګلارې لپاره یې دواړه لوري د خبرو چټکولو ‘ ته هم هڅولي دي.‌

په دوحه کې د افغان مزاکراتي‌ ټیم یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د پمپیو له راتګ سره د اوربند هیله زیاته شوې او دوی ته داسي‌ معلومات وررسېدلي‌ چې پمپیو په ټینګار سره په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د خبریال ډاټ کام سرچینه وايي چې کابل ته د عمران خان تر سفر وروسته طالبانو په خپل دریځ کې د پام وړ بدلون را وستلی دی او د تماس ډلو له یوبل سره خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دوحې ته نا اعلان شوی سفر کړی چې له یوه لوري کابل ته تازه عمران خان تللی او هلته یې له افغان حکومت سره ځینې پټې او ښکاره ژمنې کړې دي، او له بله لوري ټاکل شوې ده په راتلونکې جنوري میاشت کې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن واک ترلاسه کړي.‌

پر طالبانو اوس له یوه لوري‌ د امریکا د حکومت د بدلون فشار او له بله لوري  د پاکستان فشار ښايي د دې سبب شي چې په افغانستان کې اوربند ته لار هواره شي.

که څه هم طالبان هڅه کوي‌ اوربند ونه کړي‌او په لویه کې د روانې جګړې په ترڅ کې د خبرو لړۍ جاري‌وساتي، خو اوس د امریکا متحده ایالات په بېړه د سولي د پروسې د پرمختګ غوښتونکي‌دي، او له له وړاندي یې اعلان کړی چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته را ټیټ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.