The news is by your side.

ټرمپ په ټاکنو کې ماتې ومنله

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې ماتې ومنله او ویلي یې دي، چې واک د جو بایډن ډلې ته پرېږدي.

که څه هم ټرمپ د ټاکنو پایلې نه منلې، خو اوس وایي چې د فدرال ادارې د پرېکړې له مخې واک جو بایډن ته پرېږدي.

د ټرمپ ادارې پرون منتخب ولسمشر جو بایډن ډلې د قدرت د لېږد پیل تصویب کړ.

تر دې مخکې د عمومي خدماتو ادارې مشرې ایملي مورفي د جنورۍ میاشتې پر شلمه تر لوړې مخکې د قدرت د انتقال په اړه بایډن ته اطلاع ورکړې وه.

 د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ وار وار ټینګار کړی و چې په ټاکنو کې ماتې نه مني.

ټرمپ پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي وو:(( بایډن فقط د جعلي رسنیو له نظره ګتونکی دی، ټاکنې له درغلیو ډکې وې، لا تر اوسه اوږده لاره پاته ده. ))

ایا اوس روسیه جو بایډن ومني؟

ټرمپ په داسې حال کې جو بایډن ته د واک د لېږد پرېکړه مني، چې دوې ورځې مخكې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ویلي، جوبايډن د امريکا د نوي ولسمشر په توګه نه مني او له همدې امله يې تر اوسه مبارکي هم نه ده ورکړې.

پوتین په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې، نوی امريکايي ولسمشر به هغه وخت مني چې د هغه مخالفه ډله هم ورسره خپله ماتې ومني.

د پوتين په خبره، هر څوک چې د امريکا د خلکو له خوا وټاکل شي، دی ورسره همکاري کوي، خو تر اوسه جو بايډن د ولسمشر په توګه نه مني.

مرکه کوونکی پوتين پوښتي چې که د امريکا نوی ولسمشر نه مني، نو د روسيې او امريکا اړيکې به خرابې نه شي؟ پوتين په ځواب کې وویل، اوس نو چېرې جوړې دي؟

ځکه ټرمپ د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو د خرابېدو عامل بلل کېده، اوس به معلومه شي چې روسیه به جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه ومني او که نه؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.