The news is by your side.

د پکتیا پولیس: د ښمن سره د مبارزه لپاره د شهید نجیب لار تعقیبوو

خبریال وېبپاڼه/ د پکتیا پولیس وايي، د هېواد پخوانی ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله د وطن رښتینی بچی وو او دوی به د وطن ساتنې او دښمن سره د مبارزې لپاره د نوموړي لار تعقیبوي.

د پکتیا یو شمېر پولیس تېره ورځ د دې ولایت په مرکز ګردېز کې د شهید ډاکتر نجیب الله مزار ته ورغلي او د هغه روح ته یې دعا کړې ده.

د دعا پر مهال د پکتیا امنیه قوماندان سمونوال اخترمحمد شاهین، نورو مسوولینو او سرتېرو د شهید نجیب د اتلولیو، لاسته راوړنو، وطن‌‌دوستۍ او مبارزې ستاینه کړې.

 دوی ویلي، چې نوموړي تل د وطن د ابادۍ او شېرازۍ لپاره هلې ځلې کولې، چې بالاخره د افغانستان د خاورې او ولس د دښمنانو لخوا په شهادت ورسېد.

د پکتیا پولیسو په خبره، شهيد نجيب الله هغه شعار، چې سر ورکوو؛ سنګر نه ورکوو په رښتينې توګه وپاله او پر دې وطن یې هیڅ ډول معاملې ته غاړه کېنښوده.

د پکتیا پولیسو ژمنه کړې، چې د وطن ساتنې د مبارزې په لړ کې به د شهید ډاکټر نجیب الله لار تعقیبوي او د ( سر ورکوو، سنګر نه ورکوو) تر شعار لاندې به د وطن د دښمنانو پر وړاندې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.

یو شمېر ټوپکیان لا هم د شهید نجیب په اتلولیو سترګې پټوي

د پکتیا پولیس په داسې حال کې د پخواني ولسمشر شهید ډاکټرنجیب د لارې د تعقیب خبره کوي، چې لا هم په هېواد کې یو شمېر ټوپکیان، مجاهدین او زورواکي د جمهوریت خلاف اعمال ترسره کوي او د شهید نجیب په اتلولیو سترګې پټوي.

دغو ټوپکیانو په ځانګړي ډول د ګلبدین حکمتیا په مشري د حزب اسلامي ډلې غړیو تېره میاشت د شهید ډاکټر نجیب د څلور ویشتم تلین له نمانځغونډې سره مخالفت وښود او د لویې جرګې عمومي دروازه یې وتړله.

 د ډاکټر نجیب پلویانو دغه کار د دیموکراسۍ په مخ څپېړه او د هغه په حق کې ظلم وباله.
د ۱۳۷۵ هجري شمسي کال د تلې یا میزان په پنځمه وسله والو طالبانو پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو له دفتر راوویست او اریانا څلور لارې کې یې په شهادت ورساوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.