The news is by your side.

ولسي جرګه دې لومړی ډبل پاسپورټه چارواکي وڅني

 خبريال وېبپاڼه/ په هېواد کې د موجودو سياستوالو او د ولسی جرګې د ځينو غړو ترمنځ تازه ناندرۍ راپورته شوې دي، د ولسی جرګې وکيلان ځینې حکومتي چارواکو ته سخت غوسه دي او چارواکي بیا د ولسي جرګې وکيلان مفسد بولي.

که د افغانستان حالاتو ته وګورو نو فوراً دا درک کوو چې په دې هېواد کې چارواکي هغه ډول کار نکوي چې باید کړي یې وي، خو آيا ولسي جرګه غواړي په ريښتیا داسې کار وکړئ چې د ملت زړه ورته خوشاله شي او ملت په دوی واقعاً د خپلو استازو حساب وکړي.

که ولسي جرګه ريښتيا غواړي نو لومړی کار یې په دې حکومت کې باید د دوه پاسپورټه چارواکو په وړاندې اقدام وي، د نړۍ په هېڅ هېواد کې دوه پاسپورټه کسانو ته د هېواد په حساسو مقامونو کې دنده نه ورکول کېژي، د ولسی جرګې وکيلانو ته پکار دي چې لومړی د هغه کسانو سره مبارزه وکړي چې خپل کور او فامیل یې ددې هېواد څخه بحر پراته دي او افغانستان ته صرف د يو فرصت په سترګه ګوري.

ډبل پاسپورټ ډبل خیانت
ډبل پاسپورټ درلودونکي خلک ددې هېواد په درد نه دردېږی، هغه ته د افغان انسان ژوند ارزښت نلري، هره ورځ چې د افغان انسان د مرګ خبر اوري، صرف د يو رقم او عدد په څېر يې اوري، هېڅ بل حس ورسره نه پيدا کېږي.

دا ډول اشخاص خپل سرنوشت په افغانستان کې نه ويني، ددوی د اولاد او کورنۍ سرنوشت د افغانستان سره تړاو نلري، دوی په دې هېواد کې صرف د يوه فرصت طلب حيثيت لري، راځي پروژه اخلي او ځي.

دوه تابعیته اشخاصو ته بايد داسې شرایط جوړ سي چې صرف په ټيټو دولتی رتبو کې کار وکړي، او ددې ترڅنګ بايد داسې شرایط ورباندې وضع شي چې خپلې کورنۍ افغانستان ته راوړي.

لوړ پوړي چارواکي دې مجبور شي چې خپلې کورنۍ راولي

که ولسي جرګه په ريښتیا هم غواړي د هغه کسانو سره مبارزه‌ وکړي چې د افغانستان ګټې ګواښي او داسې کسان په حکومت کې وويني چې دې هېواد او ملت ته ژمن وي نو بايد په واليانو، وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو دا شرط کېږدي چې خپلې کورنۍ او اولادونه افغانستان ته راولي.

د هر ولايت د والي کورنۍ بايد په همغه ولايت کې ژوند وکړي، ددې خاورې هر فرد‌ چې د هر سرنوشت سره مخ کېږي بايد ددې هېواد د لوړ پوړو چارواکو اولادونه هم ورسره مخ شي، په داسې يو حالت کې بيا ددې هېواد لوړ پوړي چارواکي ددې ملت درد درک کولي شي.

که ولسي جرګه ريښتيا همداسې يو کار وکړي، داسې یوه طرحه جوړه او تصويب کړي چې د هغه په واسطه په افغانستان کې د دوه پاسپورټه کسانو د فرصت طلبو کسانو لاس لنډ کړي نو دا هېواد به د‌ تباهۍ له کندې وژغوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.