The news is by your side.

د افغانستان سره د مرستو او مرسته کونکو هېوادونو بشپړ لېست

خبريال وېبپاڼه: نړيوالې ټولنې يو ځل بيا د افغانستان سره د ۶ ميليارده امريکايي ډالرو د مرستې ژمنه وکړه، په جينوا کنفرانس کې چې نن پای ته ورسید د مرسته کوونکو هېوادونو استازو د افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره يو ځل بيا خپلې مرستې نوې کړې، دوی هر یوه وعده وکړه او ويې ويل چې په مشروط ډول به د افغانستان سره تر راتلونکو څلورو کلونو پورې خپلې مالي مرستې جاري وساتي.

ځينو هېوادونو د یوه کال لپاره مرستې وکړې
په غونډه کې ګډون کونکو ځينې هېوادونو بيا د افغانستان سره د یوه کال لپاره مرستې اعلان کړې، دې هېوادونو ويلي چې دا مرستې به په افغانستان کې د شرايطو په کتو سره بدلون کوي، که په افغانستان کې شرايط ښه شي او پيسې يې په ځای مصرف شي نو دوی به خپلې مرستې زياتې کړي.

په دې مرستو کې ترټولو ډېره مرسته د هند حکومت کړې ده، هند اعلان کړی چې د افغانستان سره به په راتلونکو څلورو کلونو کې درۍ ميليارده ډالره مرسته وکړي، ددې مرستې سره سره د هند حکومت دا هم ويلي چې په کابل کې به شاتوت بند هم جوړوي.

اروپايي ټولنې بيا د افغانستان سره د ۱٫۲ ميليارده ډالرو د مرستې اعلان وکړ، اروپايي ټولنې خپلې مرستې مشروطې وبللې او ويې ويل دا مرستې بايد د بشري حقوقو د ملاتړ، ولسواکۍ او د قانون د حاکميت لپاره وکارول شوي وي.

اسټراليا بيا د افغان حکومت سره د ۲۰۰ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ، اسټراليا په داسې حال کې د افغانستان سره د ۲۰۰ ميليونه ډالرو د مرستې اعلان کوي چې پوځيانو يې په افغانستان کې ۳۹ بې ګناه افغانان په شهادت رسولي.

ناروې بيا د افغانستان سره د ۱۷ ميليونه ډالرو، کاناډا د ۲۰۰ ميليونه ډالرو، برتانيا د ۱۵۵ ميلیونه پونډو، هالنډ د ۲۰۰ ميلیونه يورو، جاپان د ۱۸۰ ميليونه ډالرو او ډنمارک د ۷۴ ميلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د اوربند غوښتنه وشوه
د‌ جينوا په کنفرانس کې د ملګرو ملتونو مشر هم په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه، د ملګرو ملتونو عمومی مشر انتونيو وويل چې د افغانستان سره به د نړيوالې ټولنې مرستې دوام ولري خو تر هرڅه د وړاندې باید په دې هېواد کې اوربند وشي د قانون د حاکمیت، د ولسواکۍ او د بشر د حقونو په برخه کې باید عملي کار وشي او د نړيوالو مرستې په ځاي ولګېږي.

د افغانستان ګاونډي هېوادونو ايران او پاکستان بيا په رسمي ډول د افغانستان سره د هېڅ راز مرستې خبره نه ده کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.