The news is by your side.

هند د پاکستاني ترهګرو شواهد‌ د نړيوالو سره شريک کړل

خبريال وېبپاڼه/ د هند حکومت وايي چې د پاکستان څخه ورغلو ترهګرو بیا په دې هېواد کې په ترهګرۍ لاس پورې کړی دی، د هند د حکومت د معلوماتو په بنسټ چې د جيش محمد وسله والې ډلې غړي د هندي کشمير سمبا سيمې ته ننوتي و او دغلته یې په یوه چک پواينټ کې د درېدو په مهال په ډزو پيل وکړ چې د هندي پوځ په متقابلو ډزو کې ووژل شول.

پاکستان خپل کسب(ترهګري) نه پرېږدي
پاکستان خپله لاره تعقيبوي او پرېښودو‌ هېڅ نيت یې نلري، پاکستان وسله وال ترهګر په بهرني سياست کې د خپلې ضعيف لاس د غښتلي کولو لپاره کاروي، پاکستان ترهګر کاروي او خپل ګاونډيان ورباندې وېروي او پدې ډول په ګاونډیو خپلې غوښتنې مني.

پاکستان بار بار دا ويلي چې دوی د ترهګرو ډلو ملاتړ نکوي خو په عمل کې بيا ترهګر چې ونيول شي اعتراف کوي چې پاکستاني حکومت يې ملاتړ کوي، ورسره د پاکستان ساخت او تيار شوي چاوديدونکي مواد نیول کېږي.

هند وايي پاکستان ساخت ترهګر یې ووژل
د هند حکومت ويلي چې د پاکستان څخه د راغلو ترهګرو سره یې هغه مواد نیولی دي چې په پاکستان کې جوړ شوی، د هند حکومت په هغه اعلاميه کې چې پدې اړوند یې خپره کې ويلي چې ددې ترهګرو سره پاکستان ساخت ريموټونه، تلیفونونه، انتنونه او نور درمل او خوراکي توکي نیولي دي.

د تل په شان پاکستان بيا هم د نړۍ څخه په راټول شوي خیرات ترهګر روزي او هغه بيا خپلو ګاونډيو هېوادونو ته لېږي ترځو هلته چادونې وکړي، خلک ووژني او بلاخره ددې هېوادونو دولتونه د خلکو په وړاندې ضعيف او بې ارزښته ثابت کړي.

پاکستان د افغانستان په شان هند هم ترهګر صادروي، دغه ترهګر په پاکستان کې روزل کېږي، دوی یو ځل هغه سيمه د ترهګرو په روزلو ورانوي چې غواړي ترهګر پکې وروزي او بیا یې ګاونډیو هېوادونو ته واستوي او بيا چې کله ورباندې نړيوال فشار زيات شي يوه ترهګره ډله د له منځه وړي، په دې وخت کې بيا هغه سيمه چې دوی پکې ترهګر روزلي و ستونزې ګالي او خلک یې وژل کېږي کارونه او کورونه یې له منځه ځي، پاکستان ډېر وخت دا ډوله کارونه په هغه سيمو کې کوي چې پښتانه پکې ژوند کوي.

هند نړيوال مو هم پاکستان خبر کړل
د هند حکومت د پاکستان دا حرکت د نړيوالو سره شريک کړي دی، د هند د بهرنیو چارو د وزرات یوه چارواکي وويل چې دوی دغه مسله د شواهدو سره د چين، برتانیې، امریکا او فرانسې له سفارتونو سره شريک کړي دي.

داسې ښکاري چې د هند حکومت د پاکستان د تور مخ د افشا کولو کلک نيت لري، هند نه يوازې چې د لويو هېوادونو سفارتونو ته يې د پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ شواهد شريک کړي بلکې دا شواهد یې د نړۍ د معتبرو سازمانونو سره هم شريک کړي دي.

پاکستان نور ځان نه پټوي
که ځمکنیو حقایقو ته پام وکړو نو ترهګري د پاکستان يوه پاليسي ده، پاکستان اوس د چا څخه خپله ترهګري دومره نه پټوي او د خپلې سولې په توګه یې په ښکاره کاروي، اوس د پاکستان په وړاندې ترټولو ګټور اقدام متقابل عمل او نیغه مداخله ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.