The news is by your side.

که د پښتورګو روغتیا غواړی دې ټکو ته پام وکړئ

خبريال وېبپاڼه/ پښتورګي زموږ د بدن يو معجزوي غړي دي، واقعاً زموږ بدن ټول معجزوي دی خو پښتورګي په ټول بدن کې داسې يوه‌ مغلقه دنده اجرا کوي چې انسان ورته حیرت کوي، پښتورګي په بنسټیز ډول زموږ وينه پاکوي او دلته د وينې څخه مضر شيان لرې کوي، دا چې کوم شي څومره لرې کوي، کوم شی څومره پرېږدي، نو دا هغه نازکې اندازې دي چې انسان یې په ماشين په سختۍ ترسره کوي خو پښتورګي يې هره شېبه په ډېر حساسيت ترسره کوي.

ددې لپاره چې د خپلو پښتورګو روغتیا ته پام وکړو باید د پښتورګو د کار په مېکانيزم او تګلاره پوه شو، یانې پدې پوه شو چې زموږ پښتورګي څه ډول کار کوي، څه يې نورمال او څه یې غیرې نورمال دي.

پښتورګي څه ډول کار کوي؟
ټول هغه څه چې موږ يې د ورځې یا شپې په جريان کې خورو زموږ په بدن کې د هضم څخه وروسته په ټينګو مايع ډوله موادو بدلېږي، پښتورګي ددې موادو د تصفیې دنده په غاړه لري، ددوی څخه د اړتیا زیات شيان لرې کوي او د اړتیا وړ ساتي، پښتورګي اضافي مواد د متيازو له لارې د بدن څخه بهر کوي.

په دې ډول پښتورګي زموږ په بدن کې د ځینو مادو او منرالونو يو توازون ساتي، دا په یاد ولری ترټولو ګټور څيز مو چې هم په بدن کې زيات يا کم شي تاسې ته وژونکی زیان درلودلای شي.

پښتورګي پخپله د ځينو هورمونونو تولید هم په غاړه لري، د مثال په ډول د رېنين هورمون توليدوي کوم چې زموږ د وينې د فشار کنټرول او سمونه په لاس کې لري، که دا هورمون کم يا زيات شي نو د ډېرو جدي روغتيايي ستونزو سره مخ کېدی شو.

د پښتورګو ستونزې په دوه ډول دي، لومړی ډول یې موقتي دي چې د يوې پښې په پايله کې رامنځته کېږي او که یې په وخت تداوي وشي دا ډول ستونزې حل کېږي، ددې ډول ستونزو څخه د زيات اسهال يادونه کولی شو، د پښتورګو التهاب، ځينې پېښې، حساسيت ددې ډول پېښو وروسته رامینځته کېدونکې د پښتورګو ستونزې ډېر وخت تداوي کېږي.

خو ځينې ستونزې یې بیا داسې دي چې غوڅه تداوي یې شتون نلري، د مثال په ډول د شکر ناروغي چې ورسره مل وی، د وینې لوړ فشار چې ډېر وخت لپاره جریان ولري او داسې نور، ددې ډول ناروغيو سره رامنځته کېدونکی د پښتورګو زيان غوڅه تداوي نلري او مسلسله تداوي باید ترسره شي.

د پښتورګو د روغتيا لپاره څه وکړو؟‌
د شکر ناروغان نیمائی د پښتورګو په ناروغۍ هم اخته کېږي، له همدې کبله په مسلسل ډول هر وخت بدون له دېر ځنډ څخه روغتون ته ولاړ شئ او په وينه کې مو د شکر کچه چک کړئ.

د وینې فشار ته مو پام وکړئ، د وینې لوړ فشار د پښتورګو د روغتيا سره مستقيمه اړيکه لري، د وینې لوړ فشار بايد ۱۲۰ او ټيټ ۸۰ وي، تر ۱۳۹ پورې لوړ فشار ددې امکان لري چې د تمرين کولو له لارې د مالګې د نه خوړلو له لارې کنټرول شي، خو که ستاسې فشار تر ۱۳۹ پورته وي نو بايد روغتون ته ولاړ شئ او منظمه تداوي پیل کړئ او درمل وخورئ.

د شپې هېڅ کله په ډکه مثانه مه ويده کېږی، که ځان او خپله روغتيا درته ګرانه وي نو پام کوی چې هیڅکله خپلې متيازې ډېرې ونه ساتئ، بلکې کله مو چې حس کاوه متيازې مو تويېږي نو تشناب ته ځئ، که نه، دا متيازې يا اضافي مواد مو که د ډېر وخت لپاره په مثانه او د متيازو په لارو کې پاتې شي نو پخپل منځ کې تعامل کوي او د مثانې د ډبرو په شان نورې ګڼې ستونزې درته جوړولی شي.

خپلو خوړو ته مو جدي پام وکړئ، په ځانګړي ډول د مالګې کارول محدود کړئ، مالکه د لوړ فشار او پښتورګو د تخريب په چاره کې ترټولو چټکه ده، ددې ترڅنګ تيارې پخې شوې غذاکانې مه خورئ، ددې په ځای پخپلو خوړو کې مېوو او تازه سبزيجاتو ته ځای ورکړی.

د ورځې په جريان کې پوره اوبه وڅښئ، اوبه څښل د پښتورګو د روغتيا لپاره ترټولو ساده خو ترټولو تاثير ناک کار دی، هڅه وکړئ په ورځ مې لږ تر لږه يو نيم يا دوه ليتره اوبه وڅښئ، ګڼو څېړنو ثباته کړې ده چې د ورځې پوره څښل د پښتورګو روغتيايي ستونزې تر ډېره حده راکموي.

هره ورځ کم تر که نیم ساعت سپورټ وکړي، که فزيکي کار لری نو کار وکړئ، مثال پټي ته ولاړ شئ هلته کوم کار وکړئ، یا هم پياده يوه ځای ته ولاړ شئ، په کور کې که په اپارتمان کې ژوند کوی نو لفت مه کاروئ په ذينو کې پياده وخېژئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.