The news is by your side.

نړۍ کې نارينه زيات دي يا ښځينه؟

خبريال وېب پاڼه / نړي کې د نارینه او ښځینه شمير تقريباً مساوې دي يعنې ١٠٢ ښځې په ١٠٠ سړيو رسيږي دا شمير د ٢٠٢٠ز په يوه تازه سروې کې ښودل شوي همدارنګه په سروې کې دا هم ويل شوي چې د ١٠٠٠ تنو له جملې ٥٠٤ يې نارينه او پاتې ٤٩٦ يې ښځينه طبقه ده د ٥٠.٤ يې سړي او ٤٩.٦ يې ښځې دي چې د هرو ١٠٠ انجونو لپاره ١٠٦ هلکان پيدا شوي او د هلکانو مړينه نسبت انجونو ته هم په ماشومتوب او هم د ځوانۍ مرحله کې زياته ښودل شوي په يقيني ډول په نړۍ کې د نارينه او ښځينه طبقه شمېر دومره توپير نه لري خو بيا د ځينو هيوادونو په شمېر کې يا خو نارينه طبقه زياته وي يا هم ښځينه.

د فرانسې هيواد په يوه راپور کې راغلي چې په هرو لسو تنو کې يې اته ښځينه او دوه يې نارينه طبقه ده چې په زياتره نارينه يې تر ٢٥ کلنۍ پورې د مختلفو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په همدې ترتیب د نړۍ بيوزله، ناآمنه او جنګ لرونکو هيوادنو کې هم نارينه وو شمېر نسبت ښځو ته کم وي چې ښه مثالونه يې افغانستان، عراق، فلسطین، سوريه او نور دي ځکه دا ډول هيوادونو کې زياتره نارينه طبقه په اوسط ډول مړه چې د دښمن د پلانونو ښکار کيږى او يا هم د ځينو وژونکو ناروغيو له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي.

خو، بيا په ځينو نورو پرمختللو هېوادونو کې د نارینه وو شمېر ښځينه وو ته زيات وي.

چين چې د نړۍ اول نمبر اقتصاد لري او د ډير نفوس له امله هم په نړۍ کې لومړۍ ځاي لري په ٢٠١٩ کال په يو
سروې کې يې نفوس ١.٤ ميليارده ښودل شوي چې د نفوس ٧١٥ميليونه يې نارينه او ٦٨٥ يې ښځينه دي. 

 

امريکا هم د هغو هيوادونو ليست کې ځاي لري چې نارينه طبقه يې له ښځينه وو زيات دي چې هرو ١٠٠ ښځو دپاسه ١٠٨ سړي ځاي لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.