The news is by your side.

بامیان: کې د چاودنو تلفات له (۶۰) واوښتل

خبریال وېبپاڼهد بامیان د چاودنو تلفات تر دم ګړیه تر (۶۰) کسانو اوښتي چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي.

د بامیانو چارواکي وايي چې (۱۴) شهیدان او (۵۰) نور ټپیان دي.

غبرګې چاودنې ناوخته ماذدیګر د بامیانو بازار کې د یوه هوټل په وړاندي وشوې .

دا په دې وروستیو کې په بامیانو ولایت کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه چې وشوه، تر دې وړاندي په بامیانو کې ورته خونړۍ پېښه نه وه شوې.‌

بامیان د افغانستان د یو له خوندي ولایتونو څخه دی چې تر ډېره بریده یې د امنیت مثال په نور افغانستان کې نه وو.

طالبانو په چاودنو کې لاس لرل رد کړي دي؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري دافغانستان په لر اوبر کې پراخ بریدونه دوام لري.

افغان حکومت هم تر اوسه په دغو چاودنو کومه ډله نه ده تورنه کړې،البته دا یې یو ترهه ګر اقدام بللی دی.‌

د بامیانو چاروکي وايي چې د چاودنو سره د تړاو په تور یې دوه کسان نیولي‌ دي چې تر پلټنو ګروېږنو لاندي دي.‌

تېره اونۍ پر کابل ښار د ښار له زړه نه توغندي‌وروتوغول شول چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبه واړوله.

تر هغه وړاندي د افغانستان په کندهار ولایت کې پر له پسې چاودنه ملکي خلکو ته درانده تلفات واړول .‌

په دې وروستیو کې د افغانستان امنیت تر بل هر وخت خراب شوی او تر ډېره یې خلک پړه پر وسله والو طالبانو او د اشرف غني پر کړۍ ور اچوي چې د سولي په بهیر کې د خلکو په وینا خنډونه پیدا کوي.‌

په خوندي‌ولایت بامیانو کې چاودنې د جنیوا تر کانفرانس ختمېدو سره وشوې چې د افغانستان سره د پراخو مرستو ژمنه ورکي شوې ده.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance