The news is by your side.

امریکا: افغان حکومت دې د فساد پر وړاندې واقعي مبارزه وکړي

خبریال وېبپاڼه/ امریکا وايي، افغان حکومت باید د فساد په مخنیوي او د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې رښتیني ګامونه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغانستان په اړه د جینوا نړۍوال کنفرانس ته د وینا پر مهال پر افغان حکومت غږ کړ، چې د قانون حاکمیت، خپلو نړۍوالو مسوولیتونو ته د ژمنتیا او د شفافې حکومتولۍ په برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي.

 هغه دغه راز ویلي، چې هېواد به یې راتلونکي یو کال کې له افغانستان سره ۶ سوه میلیونه ډالره مرسته کوي، چې د نیمايي برخې یعنې ۳ سوه میلیونه ډالرو ورکړه به یې د افغان سولې پروسې له چټکتیا سره تړلې وي.

نوموړي روښانه کړې، د سولې خبرو پر مهال کېدونکې پرېکړې به په راتلونکي کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو نېغ اغېز ولري او د امریکا متحد ایالت به یو کال وروسته دې برخه کې شوی پرمختګ ارزوي.

ایا افغان حکومت به د اداري فساد ریښې وچې کړي؟

نړۍواله ټولنه په داسې حال کې کې د جینوا نړۍوال کنفرانس له لارې له افغانستان سره د مرستو اعلان کوي، چې لا هم افغانستان د نړۍ په کچه د اداري فساد لېست په سر کې قرار لري.

بل خوا څو ورځې مخکې له اداري فساد سره د کمېسیون پنځو غړیو، همایون حامد، مریم زرمتي او عبدالقیوم نظامي د شپږو کلونو او سید محمد هاشمي او فرخ لقا د دریو کلونو لپاره لوړه وکړه.
ولسمشر اشرف غني د کمېسیون غړیو ته ویلي، چې قانون عملي کړي او په دې ټولنه کې چې د اداري فساد له امله ځورېږي، د ملت او دولت ترمنځ واټن کم کړي.

اقتصادي وده، د راکړې ورکړې چټکتیا، د اداري نظام کمزوري، ناسم مدیریت، په ادارو کې د دولت مستقیم رول او د نظام او اقتصاد په چارو کې سیاسي لاسوهنې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د اداري فساد عمده لاملونه بلل کېږي.

 د نړۍوالو تېرو مرستو چندان اغېز نه درلود

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمعې (مجما) افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د ارزونې په اړه د یوې څېړنې راپور خپور کړ او ویلي یې دي، چې افغانستان سره د نړۍوالو مرستو چندان اغېز نه درلود.

دوی ویلي، د نړیوالو مرستو د اغېزمنتیا په اړه ۵۰ سلنه په دې باور دي چې یادې مرستو لږ تاثېر درلود او په وینا یې، د بشر حقونو په اړه ۸۹.۷ سلنه خلکو د بشري حقونو ضد مجرمینو د مجازات غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې، دغه څېړنه یې په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۷۵۰ کسانو سره د مرکو پر اساس ترسره کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.