The news is by your side.

د راشد خان نوي انځور ته د ساره ټېلر غبرګون

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان چې څومره په کرکټ کې فعال او د نوم څښتن دی همداسې په ټولنیزو رسنیو کې هم فعال او د نوم خاوند دی، دی وخت نا وخته د خپلو فعاليتونو انځورونه په انسټاګرام، فېسبوک او ټویټر خپروي.

تېره ورځ يې بيا خپل هغه انځور د انسټاګرام له لارې نشر کړ په کوم کې چې ليدل کېږي هغه په کلب يا جيم کې دی او سپورټ کوي، د هغه دې انځور په انسټاګرام په زرګونو لايک واخستل او ګڼې تبصرې ورباندې وشوې.

ده د خپل انځور چې خپلې مټې يې پکې ښکاره کړي لاندې ليکلي که مو خوبونه تاسې وډار نکړي نو پدې مانا چې خوبونه مو کوچني دي.

د راشد خان شاوخوا دوستان او‌ ملګري هم اوس توپير کوي، د کرکټ مشهورې او ښکلې لوبغاړې د سارا ټېلر د هغه په دې انځور تبصره کړې ده او ليکلي يې دي څه ډول چې وايې همغسې وکړه، ترسره يې کړه.

ددې ټېلر ترڅنګ د اسټراليا يو مشهورې ماډلې او د کرکټ وياندې هالنډ ايرين هم د هغه په انځور کومنېټ کري دی او د مټو ايموجي یې ورته پرېښې، د ايرين او راشد خان اړيکې ډېرې دوستانه ګڼل کېږي.

راشد خان چې د هند په تجارتي سياليو اي پي اېل کې لوبېده د لوبې وروسته همدلته په متحده عربي اماراتو کې پاتې دی او هېواد ته نه دی راستون شوی، تمه راشد خان د متحده اماراتو څخه نېغ آسټراليا ته ولاړ شي او هلته د بېګ باش په سياليو کې ګډون وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.